د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۹

زېمبابوې کې د حاکم ګوند مشران د موګابي د لېرې کولو په اړه غونډه کوي


په زېمبابوې کې د حاکم ګوند "ZANU-PF" مشران نن یکشنبه له واکه د ولسمشر رابرټ موګابې د لېرې کولو په اړه د خبرو لپاره غونډه کوي.

د زېمبابوې پوځ تېره اوونۍ د پلازمېنې په لارو او کوڅو کې ټانکونه ودرول، مهم دولتي دفترونه او د پارلمان ودانۍ یې وتړل او خلکو ته یې اعلان وکړ چې له اړتیا پرته له زیات تګ – راتګه ډډه وکړي.

رابرټ موګابې د چهارشنبې له ورځې راهیسې د پوځ له لوري په خپل کور کې نظر بند دی.

پوځ وویل چې دا حرکت یې د پوځي کودتا معنی نه‌لري خو غواړي چې هغه کسان چې د زېمبابوې د پوځ په وینا، د ولسمشر رابرټ موګابې شاوخوا ته یې ځای نیولی او د ټولنیزې بې ثباتۍ جوړولو هڅې کوي، عدالت ته را کش کړي.

په زېمبابوې کې پرون شنبه زرګونه کسان د پوځ د ملاتړ لپاره لارو او سرکونو ته راوتلي وو او د پوځ د پرېکړې ملاتړ یې وکړ.

هرارې ته راوتلي لاریون کوونکي
هرارې ته راوتلي لاریون کوونکي

په پلازمېنه هرارې کې لاریون کوونکو سندرې بللې، ګډېدل او د خوشحالۍ څرګندولو لپاره یې په ټول ښار کې د زېمبابوې بېرغونه پورته کړي وو.

هغوی د "موګابې باید له زېمبابوې ووځي" شعارونه لېږدول.

د زېمبابوې دولتي ټلوېزیون پرون وویل چې ولسمشر رابرټ موګابې به هم له واکه د لېرې کېدو په اړه د خبرو لپاره، نن د پوځ له مشر سره وګوري.

د زېمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې د چهارشنبې له ورځې راهیسې د پوځ له لوري په خپل کور کې نظر بند دی.

د هغه یو شمېر متحدان هم توقیف شوي دي. رابرټ موګابې ۹۳ کلن دی او له څو لسیزو راهیسې پر زېمبابوې واک چلوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د جمعې په ورځ د افریقايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په کتنه کې د زېمبابوې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ټېلرسن وویل چې ټول اندېښمن لوري باید په ګډه کار وکړي څو په زېمبابوې کې قدرت ژر تر ژره ملکي ادارې ته وسپارل شي او د زېمبابوې خلک باید خپل حکومت انتخاب کړي.

رکس ټېلرسن د زېمبابوې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
رکس ټېلرسن د زېمبابوې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په زېمبابوې کې د ډیموکراټیکو ټاکنو او بشري حقونو ته د درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.

د زېمبابوې ډېرو خلکو چې له اقتصادي فشار او پر بشري حقونو له روانو تېریو په تنګ شوي د رابرټ موګابې د واکمنۍ خلاف او د خپل هېواد د پوځ په ملاتړ کې غږ اوچت کړی دی.

په زېمبابوې کې د جمهوري ریاست انتخابات پلان شوي وو او د رپوټونو پر اساس، داسې ګڼل شوې وه چې د رابرټ موګابې مېرمن، ګریس ماروفو د هغه ځای ونیسي.

XS
SM
MD
LG