د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۶

د زېمبابوې پوځ وايي د دوی تر مأموریت وروسته به وضعیت نورمال شي


د زېمبابوې پوځ وايي، د هغوی د مأموریت له بشپړېدو سره به د هغه هېواد وضعیت نورمال شي.

د زېمبابوې په پلازمېنه هراره کې پوځ نن سهار عمومي لارې، مهم دولتي دفترونه، د پارلمان ودانۍ او محاکم وتړل.

روېټرز خبري اژانس ویلي چې په هراره کې نن «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» ځای ځای ټکسي موټر ګرځېدل او خلک‌یې د ښار په لمنو کې د کارونو ځايونو یا کورونو ته لېږدول.

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې که په هراره او شااوخوا سیمو کې اوسي، په زېمبابوې کې له روانې بې‌ثباتۍ د خوندي پاتې کېدو لپاره، په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د زېمبابوې پوځ ویلي چې د پلازمېنې لارو ته راوتل د "پوځي کودتا "معنی نه‌لري.

د زېمبابوې د پوځ ویاند اس بي مو یو
د زېمبابوې د پوځ ویاند اس بي مو یو

د زېمبابوې د پوځ یوه ویاند جنرال "اس، بي مو یو" نن د هغه هېواد پر دولتي ټلوېزیون په ویناکې وویل:

"د پوځیانو هدف هغه جنایتکاران دي چې د موګابې شااوخوا یې نیولې او جنایتونه کوي او پر خلکو اقتصادي او ټولنیز فشار راولي، موږ غواړو چې هغوی عدالت ته مخامخ کړو."

د زېمبابوې د ولسمشر رابرت موګابې یا د هغه د مېرمنې ګرېس موګابې په اړه څه نه‌دي ویل شوي، ټاکل شوې وه چې ګرېس تر خپل خاوند وروسته د زېمبابوې جمهوري ریاست ته کاندیده شي.

په هراره کې بېګا شپه د درنو وسلو د ډزو او چاودنو غږ هم اروېدل شوی دی.

د زېمبابوې د پوځ ویاند ویلي چې د موګابې او د هغه د کورنۍ امنیت‌یې ټینګ کړی او د مأموریت له بشپړېدو سره به وضعیت نورمال شي.

د زېمبابوې مرکز هراره
د زېمبابوې مرکز هراره

جنرال "اس، بي مو یو" نن د زېمبابوې پر خلکو غږ وکړ چې کرار اوسي او تګ راتګ کم کړي.

د زېمبابوې د خپلواکۍ جبهې نن له جنوبي افریقا، د افریقا د جنوب له هېوادونو او غربه غوښتنه کړې چې مرسته وکړي.

په زېمبابوې کې اقتصادي وضعیت له تېرو دوو لسیزو راهیسې خزای و او اقتصادي رکود يې د افریقا په جنوب کې وضعیت بې‌ثباته کړی و.

رابرت موګابې ۹۳ کلن دی.

هغه تېره اوونۍ خپل مرستیال چې ګڼل شوې وه چې د هغه پر ځای ښايي د جمهوري ریاست لپاره وټاکل شي، له دندې لیرې کړ.

رابرت موګابې چې په زېمبابوې کې له پېژندل شویو انقلابیانو ګڼل شوی و، له ۱۹۸۷ میلادي کال راهیسې ولسمشر دی.

هغه له ۱۹۸۰ تر ۸۷ میلادي کاله د هغه هېواد صدراعظم و.

XS
SM
MD
LG