د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۷

په کندهار او فراه کې د وروستیو بریدونو په اړه نړیوالې تبصرې


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کندهار کې پر افغان ځواکونو د برید مسئله څېړلې ده.

ورځپاڼه د پولیسو د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې طالبانو له نوې ټکنالوژۍ څخه په استفادې د دوشنبې په شپه او د سې شنبې پر سهار، پر افغان ځواکونو برید کړی دی.

د افغانستان په جنوب او لوېدیځ کې د بریدونو په لړ کې تر ۷۰ ډېر پولیس او پنځه عسکر وژل شوي دي.

نیویارک ټایمز د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مطیع‌الله هلال په وینا خبر ورکوي چې طالبانو له داسې عینکو استفاده کړې ده چې د شپې په مخه لار ورته معلومېږي او لایزري وسلې یې کارولې دي.

ورځپاڼه لیکي چې لایزري وسلې د روسیې دي او دا عینکې د لومړي ځل لپاره متحد ایالاتو افغانستان ته راوړې، خو په وروستیو کې نیوز ویک مجلې د افغان چارواکو په وینا خبر ورکړ چې طالبانو د روسیې له ساخت چشمو چې د شپې له‌خوا لار ښکاره کوي د افغان ځواکونو پر ضد استفاده کړې ده.

طالبانو له داسې عینکو استفاده کړې ده چې د شپې په مخه لار ورته معلومېږي او لایزري وسلې یې کارولي.
  • مېل ان لاین

مېل ان لاین ورځپاڼې هم په خپله تازه ګڼه کې په کندهار او فراه کې د وروستیو بریدونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې د خپلې لیکنې په یوه برخه کې د فراه د والي د ویاند ناصر مهري په وینا لیکلي دي چې داسې نښې یې موندلي دي چې طالبانو له هغو دوربینونو استفاده کړې ده چې د شپې لار ورته ښکاري.

مېل ان لاین د کتونکو په وینا لیکي چې طالبانو پخوا تر ډېره د ورځې په مخه بریدونه کول، خو اوس د شپې په مخه حملې کوي.

د خپرونې په باور، طالبانو د هاموې زغروالو ګاډو په واسطه تر سلو ډېر کسان وژلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه بله مقاله کې لیکي چې افغانان سږ کال د تېر کال په پرتله د خپل هېواد راتلونکي ته ډېر هیله‌‌مند شوي دي.

دا نتیجه په سان فرانسیسکو کې د مېشتې، اېشیا فونډېشن د کلنۍ سروې له مخې ترلاسه شوې ده.

د سروې له مخې ۳۲،۸ فیصده افغانان په دې باور دي چې افغانستان په سم لوري روان دی، تېر کال دغه فیصدي څه باندې ۲۹ وه.

البته څه باندې ۶۱ په سلو کې افغانانو بیا شکایت کړی دی چې په سمه نه‌یوو روان.

دغه فیصدي تېر کال نږدې ۶۶ په سلو کې وه.

نیویارک ټایمز لیکي:

افغانانو د دې سربېره راتلونکې ته خوشبیني ښکاره کړې ده چې د دوی اقتصاد ښه نه‌دی او طالبان په دوامدار ډول بریدونو ته ادامه ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مأموریت بیا په خپله وېب‌پاڼه کې د سولې په بهیر کې د ښځو پر ونډې ټینګار کړی دی.

په دې لیکنه کې په پنجشیر کې د ښځو لپاره یوې غونډې ته اشاره شوې ده او د پنجشیر د ولایتي شورا د غړې راحیله عطایي خبره‌یې رااخیستې ده چې وایي، په هرې مهمې پرېکړې کې چې ښځې نه‌وي هغه نیمګړې ده.

XS
SM
MD
LG