د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د طالب وسلهوالو سره په دوه سطحه خبرې اترې روانې دي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیالې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په محلي کچه د قومي مخورو او د یادې شورا د غړو لهخوا او په منطقوي سطحه د مختلفو هېوادونو په منځګړيتوب خبرې ترسره کېږي.
د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳» ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې روسیه، چین، عربي هېوادونه او په ځانګړي ډول پاکستان کولای شي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته تیار کړي او په هېواد کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.
اغلې سرابي یې په اړه وویل:
"د مذاکراتو په اړه په دوه ډوله خبرې اترې پر مخ ځي، یو په محلي سطحه چې قومي مخور، د سولې عالي شورا غړي او عالمانیې ترسره کوي چې له طالبانو سره خبرې کوي او بل په منطقوي سطحه خبرې اترې دي چې ځیني هېوادونه مرسته کولای شي."
د سولې د عالي شورا مرستیالې ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د ټینګښت په مقصد د سولې د عالي شورا د ښځو کمېټې استازي بلخ ولایت ته راغلي او په هڅه کې دي تر څو د سولې د ټینګښت په برخه کې د ښځو د ونډې د زیاتوالي په اړه له بلخي مېرمنو سره مشورتي غونډې ترسره کړي.
مېرمن سرابي زیاته کړه:
"یو شمېر ښځې له مرکزي دفتر څخه بلخ ولایت ته راغلې دي، تر څو وکولای شي د سولې په باب او د سولې عالي شورا د ستراتېژۍ په اړه له بلخي ښځو سره خبرې وکړي او په دې ډول ملي اجماع رامنځته شي."
د سولې عالي شورا مرستیالې ازادي راډیو ته وویل چې د حزب اسلامي سره هم د دولت د خبرو اترو په پروګرام کې ښځو پراخ رول درلود.
په بلخ کې د سولې کمېټې غړې محبوبې سادات ازادي راډیو ته وویل چې د سولې عالي شورا له مرکزي دفتر څخه غواړي تر څو ښځو ته سمبولک نقش ورنهکړي.
هغې په دې باب وویل:
"د سولې له عالي شورا څخه د بلخي ښځو غوښتنه دا ده چې په مرکزي څانګه کې د سولې د تأمین په برخه کې د سولې عالي شورا په دفتر کې ښځو ته سمبولیکه ونډه ورنهکړل شي."
دا لومړی ځل نهدی چې له طالب وسلهوالو سره د سولې د خبرو اترو هڅې په محلي او منطقوي کچه ترسره شوي، خو په تېرو ۱۷ کلونو کې نه افغان دولت او نه هم د سیمې هېوادونه توانېدلي چې طالبان د مذاکرې مېز ته راولي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی