د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

ایران کې زرګونه زلزله ځپلو پرله‌پسې دوهمه شپه هم بهر تېره کړه


ایراني چارواکي هیله‌مند نه‌دي چې د سختې زلزلې له امله به نور ژوندي پاتې شوي کسان ومومي.

زرګونه کسانو پرله‌پسې دوهمه شپه په خیمو یا بهر تېره کړه.

د دغې زلزلې له امله چې د ایران او عراق په ګډو سرحدي سیمو کې د یکشنبې په شپه وشوه، د مړو شمېر نږدې ۴۵۰ کسانو ته رسېدلی دی.

ویل کېږي چې د زلزلې له امله ډېر تاوان د ایران په کرمانشاه ولایت کې رسېدلی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د مړو شمېر ۴۰۷ او د ټپیانو ۶۷۰۰ تنه ښودلی و.

نن سې شنبه ایراني رسنیو وویل چې د مړو شمېر زیات شوی دی.

د ایران ایرنا خبري اژانس وویل، په ایران کې دغې زلزلې ۴۳۰ کسان وژلي او ۷۱۵۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم بیا د مړو شمېره ۴۴۵ او د ټپیانو ۷۳۷۰ ښودلې ده.

د روېټرز او فرانسپرس خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، نن سهار چارواکو د ژغورنې او لټون عملیات تر ډېره پای ته رسولي او ویلي یې دي چې د دې احتمال کم دی چې په کرمانشاه ولایت کې چې دغې زلزلې ډېر تاوان ور رسولی، نور ژوندي پاتې شوي کسان ومومي.

ایران کې شوې زلزله
ایران کې شوې زلزله

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بېړنیو خدماتو د ادارې رئیس پیر حسین کولیوند وویل چې په کرمانشاه کې د لټون عملیات پای ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د دغې زلزلې د قربانیانو له امله، خپل د خواخوږۍ مراتب او خپګان څرګند کړی او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه چمتو دي چې زلزله ځپلو ته مرستې ورسوي.

د ايټالیا په ګډون چې په وروستیو کې دا هېواد هم یوې سختې زلزلې ځپلی و، یو شمېر نورو لورو هم د مرستې وړاندیزونه کړي دي.

د ایران دولتي ټلوېزیون وویل، زرګونه کسانو تېره شپه په مؤقتي کمپونو او نورو د بلې زلزلې له وېرې ځکه بهر تېره کړه چې په سیمه کې له زلزلې وروسته، له ۱۹۰ شدید ټکانونه احساس شوي دي.

په زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي چې د څښاک پاکو اوبو، د ماشومانو لپاره د خوراکي موادو، د کمپلو او خیمو سخته اړتیا لري.

د عراق لوري ته هم د چارواکو په وینا، لږ تر لږه اووه تنه مړه او له ۵۳۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.

د ایران حکومت نن سې شنبه په ټول هېواد کې ملي ویر اعلان کړی دی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷،۳ درجې او مرکز یې د عراق د حلبچه په جنوب لوېدیځ ۳۲ کېلو مترۍ کې ۳۳،۹ کېلو متره تر ځکمې لاندې و.

XS
SM
MD
LG