د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۶

ایران کې د زلزلې له امله د نږدې ۴۵۰ تنو د مړه کېدو په‌خاطر ملي ماتم اعلان شو


په ایران کې نن سې شنبه ملي ماتم دی.

د ایران او عراق په ګډو سرحدي سیمو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر نږدې ۴۵۰ ته رسېدلی دی.

دواړو خواوو ته، د ژغورنې ډلې لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې تر خاورو او نړېدلو ودانیو لاندې شوي دي.

ویل کېږي چې د زلزلې له امله ډېر تاوان د ایران په کرمانشاه ولایت کې رسېدلی دی.

نړیوالو خبري اژانسونو د ایران د نیمه دولتي رسنۍ تسنیم او د بېړنیو خدماتو د ادارې د رئیس پیر حسین کولیوند په حواله تائید کړې چې لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر له ۷۳۰۰ پورته تللی دی.

د عراق لوري ته هم د چارواکو په وینا، اووه مړه او ۵۳۰ تنه زخمیان شوي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د یکشنبې په ماخوستن د زلزلې چې د ایران او عراق سرحدي سیمې وځپلې، شدت ۷،۳ درجې او مرکز یې ۳۳،۹ کېلو متره تر ځمکې لاندې و.

په زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي چې د څښاک پاکو اوبو، د ماشومانو لپاره خوراکي موادو، کمپلو او خیمو ته سخته اړتیا لري.

  • پخواني معلومات

په ایران کې نن سې شنبه ملي ماتم دی.

وروستي راپورونه وایي چې د ایران او عراق په ګډو سرحدي سیمو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر تر ۴۰۰ زیات شوی دی.

دواړو خواوو ته د ژغورنې ډلې لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې تر خاورو او نړېدلو ودانیو لاندې شوي دي.

ویل کېږي چې د زلزلې له امله ډېر تاوان د ایران په کرمانشاه ولایت کې رسېدلی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ۴۰۷ تنه مړه شوي او تر ۶۷۰۰ زیات زخمیان شوي دي.

د عراق لوري ته هم د چارواکو په وینا، اووه مړه او ۵۳۰ تنه زخمیان شوي دي.

په ایران کې نن سې شنبه ملي ماتم دی.

تر زلزلې وروسته، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وویل چې له دواړو هېوادونو سره بېړنیو مرستو ته تیار دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

ګوترش په یوه بیان کې چې پرون دوشنبه خپور شوی، ویلي چې د ایران او عراق په سرحدي سیمو کې زلزلې چې ډېر خلک په‌کې مړه او زخمیان شوي، سخت خوابدی کړی دی.

ګوترش په زلزله ځپلو سیمو کې د مرستندویه ډلو د کار ستاینه کړې او دواړو هېوادونو ته‌یې ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه مرستې او ملاتړ ته تیار دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم پرون په استانبول کې د خبري غونډې پر مهال د ایران او عراق له زلزله ځپلو خلکو سره خواخوږي وکړه.

رجب طیب اردوغان وویل:

"زه خپلو وروڼو ولسونو ایران او عراق ته تسلیت وایم. مړي دې خدای وبخښي او زخمیان دې خدای ژر تر ژره روغ کړي."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

راپورونه وايي چې د ایران په کرمانشاه او د عراق په حلبچه ولایت کې خلک او مرستندویه ډلې د هغو کسانو د ژغورنې هڅې کوي چې د زلزلې له امله تر نړېدلو ودانیو لاندې شوي دي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې زلزله ۷،۳ درجې وه او مرکز یې ۳۳،۹ کېلو متره تر ځمکې لاندې و.

د تهران پوهنتون د جیولوژیکي څېړنو مرکز ویلي چې د یکشنبې په ماخوستن د زلزلې موج له ترکيې تر کوېټه احساس شوی دی.

زلزلې ویجاړې کړې سیمې
زلزلې ویجاړې کړې سیمې

د ایران له سنندج ولایته د زلزلې یوې عیني شاهدې سوما صفاري د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل:

"کورونه سخت خوځېدل، ټول شیان له تاقچو ښکته را ولوېدل، خلک سخت وېرېدلي وو، ډېر خلک په موټرو کې نورو سیمو ته وتښتېدل، هېندارې ماتې شوې، دېوالونه راچپه شول او خلک سړکونو ته راوتلي وو."

د ایران په کرمانشاه ولایت کې یوه خبریال، نشتمن اسدي تېره شپه ازدي راډیو ته وویل چې خلک وېرېدلي دي او د څښاک پاکو اوبو، سېرم، دوا او خوراکي موادو ته اړتیا لري.

د اسدي په وینا، تر خاورو د لاندې شویو خلکو د ژغورلو هڅې کمزورې دي ځکه خلک داسې وسایل نه‌لري چې کار ورباندې وکړي او ډېر کسان په لاسونو د خاورو د امبارونو د کېندلو هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG