د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۹:۴۴

د بلوڅانو شورا وایي، د ډیورند د رسمي کېدو د هرې پرېکړې په وړاندې درېږو


په داسې حال کې چې پاکستان د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزنو سیمونو د غځېدو لړۍ پیل کړې، د افغانستان د بلوڅانو سراسري شورا وايي چې د ډيورند کرښې په تړاو د دوی دریځ روښانه او د رسمي کېدو په اړه به‌یې د هرې پرېکړې په وړاندې ودرېږي.

د دغې شورا د مدیره هیئت رئیس عبدالستار پردلي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل:

"بلوڅانو نه پرون دا کرښه منلې او نه به‌یې هم نن ومني، او که خدای مه‌کړه، دا کرښه څوک دلته ومني، بلوڅان به د دغې جعلي کرښې په وړاندې ودرېږي او د دغې کرښې په اړه د دوی دریځ روښانه دی."

په دې وروستیو کې د ډیورند کرښې په اړه غونډې او حساسیتونه په داسې حال کې ډېر شوي چې پاکستان‌یې په اوږدو کې د اغزنو سیمو غځول پیل کړي او تېره اوونۍ په کابل کې د انګلستان سفیر نیکولاس کې دا کرښه رسمي بللې وه.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت بیا تر دې وړاندې ویلي چې پاکستان داسې اسناد نه‌لري چې د ډیورند کرښه دې د محکمو او یا هم د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې، رسمي وګڼل شي.

خو پاکستان ادعا کوي چې دغه کار یې د امنیت د ټينګښت او له افغانستان څخه دغه هېواد ته د ورتلونکو ترهګرو د مخنیوي لپاره کړی، هغه څه چې افغان حکومت یوه پلمه بولي.

په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې هم د دوشنبې په ورځ د ډیورند د فرضي کرښې په تړاو تند بحثونه وشول او د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي له افغان حکومته وغوښتل چې د دغې کرښې په تړاو خپل دریځ روښانه کړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي وویل:

"د ډيورند کرښې خبره د افغانستان ملت پورې تړاو لري، دا شخصي مسئله نه‌ده او باید حکومت د دغې قضیې په تړاو، خپل دریځ روښانه کړي چې د خلکو اندېښنې هوارې شي."

د ډیورند له لانجمنې کرښې ۱۲۴ کاله تېرېږي چې پاکستان‌یې د رسمي کېدو هڅه کوي، خو افغان لوری وايي، یوازې ملتونه په دې اړه پرېکړه کولای شي.

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مخکې تر دې ویلي چې د ډیورند کرښې په اړه د یوې لویې عنعنوي جرګې رابللو ته اړتیا ده، او دا کار یوازې هغه وخت شونی دی چې افغانستان له بشپړ ثبات نه برخه‌مند وي.

دوی دا هم ویلي، په یوه داسې ستراتېژۍ کار کوي چې د ډیورند کرښې په تړاو به د افغان حکومت رسمي دریځ څرګند کړي.

په ورته وخت کې څېړونکی او د ببرک کارمل د حکومت پر مهال د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر سلیمان لایق وايي، پاکستان د ډیورند کرښې د حقانیت هېڅ حقوقي اسناد نه‌لري.

نوموړی دغه‌شان وايي، پاکستان یو کاذب جوړ شوی هېواد دی چې هر وخت‌یې د تجزیې امکان شته.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG