د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د پاکستان په پنجاب کې ټرافیکي پېښې ۲۴ کسان وژلي چې ډېری یې تبلیغیان دي


د پاکستان د پنجاب ایالت په تله‌کنګ نومې سیمه کې چارواکي وايي چې په یوې ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۶۰ زیات په‌کې ټپیان شوي دي.

په سیمه کې یوه ځايي پولیس چارواکي محمد افضل له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ ناوخته هغه مهال رامنځته شوه چې د مسافرو یو بس تله‌کنګ ته نږدې په ډهوک پټهان نومې سیمه کې له پل نه لاندې ولوېده.

د هغه په خبره:

"په دغه بس کې لږ تر لږه ۹۰ کسان ناست وو چې زیاتره‌یې تبلیغیان وو او د خېبر پښتونخوا له کوهاټ سیمې نه د لاهور د رایوینډ ته د تبلیغي اجتماع مذهبي غونډې ته روان وو."

نوموړي په دغې پېښه کې د ۲۴ کسانو د مړینې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ټول مسافر د خېبر پښتونخوا د کوهاټ اوسېدونکي وو.

پاکستان کې د تبلیغیانو ډله
پاکستان کې د تبلیغیانو ډله

د پېښې ټپیان د تله‌کنګ، چکوال او پېنډۍ بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي، خو تر دې دمه لا روغتیايي چارواکو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

که څه هم تر دې دمه لا چارواکو د دغې ټرافیکي پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه څه نه‌دي ویلي، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې دغه پېښه د بس د برېک د کار پرېښودو له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې هر کال سلګونه کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه کېږي چې د چارواکو په خبره، دا ډول پېښې د سړکونو د خرابوالي، د ډرایورانو د غفلت او په بسونو کې د زیاتو کسانو کېنولو له امله رامنځته کېږي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG