د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

روحاني: سعودي عربستان به د ایران پر ضد له ګواښونو څه لاسته رانه‌وړي


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

په داسې حال کې چې د دوو سیمه‎ییزو سیالانو، ایران او سعودي عربستان ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی، د ایران ولسمشر په تازه څرګندونو کې پر ریاض غږ کړی چې د تهران پر ضد له ګواښونو به څه ترلاسه نه‎کړي.

حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۷» په تهران کې د کابینې په غونډه کې سعودي ته په خطاب کې وویل:

"په سیمه کې د ایران ځای تاسو ته معلوم دی، تر تاسو ستر راغلي او ښکرونه‌یې مات شوي، تاسو خو هېڅ نه‌یئ، امریکا یې راغله او ونه‌توانېده چې په دې سیمه کې کوم کار وکړي، تر تاسو پیاوړی صدام و، راغی ښکر یې مات شو."

ایران او سعودي عربستان په سیمه کې د سوریې او یمن د شخړو په شمول د روانو کړکېچونو په مخالفو لورو کې دی.

خو روحاني د چهارشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې پر سیمه‎ییز یووالي ټینګار وکړ او ادعا یې وکړه چې دغه هېواد په منځني ختیځ کې د سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ په لټه کې دی.

دی وایي، د سعودي عربستان یوه ستراتېژیکه تېروتنه دا ده چې د امریکا متحده ایالات او اسرائیل خپل دوستان او ایران خپل دښمن ګڼي.

حسن روحاني پر سیمه‎ییز یووالي ټینګار وکړ
حسن روحاني پر سیمه‎ییز یووالي ټینګار وکړ

روحاني امریکا او اسرائیل تورن کړل چې د خپلو ګټو لپاره په سیمه کې بېل‌والي ته لمن وهي.

د ایران ولسمشر کابینې ته په خبرو کې دا پوښتنه مطرح کړه، سعودي عربستان څرنګه د سیمې د خلکو په وړاندې له تضاده ګټه اخلي؟

وروسته له هغه چې د نومبر پر څلورمه پر ریاض د حوثي یاغیانو راکټي برید وشو، سعودي عربستان ایران هم په دې برید کې ښکېل وباله او تور یې ولګاوه چې تهران حوثي یاغیانو ته توغندي ورکوي.

د سعودي تېروتنه دا ده چې امریکا او اسرائیل خپل دوستان او ایران خپل دښمن ګڼي.

خو ولسمشر روحاني په دې اړه وویل چې حوثي یاغیانو په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف له‎خوا د بمباریو په غبرګون کې پر ریاض توغندی ویشتی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د نومبر پر ۷مه نېټه ویلي وو چې د سعودي عربستان څرګندونې ناسمې، بې‌مسؤلیته او تر دې ورهاخوا پاروونکې دي.

نوموړي زیاته کړه، سعودي عربستان دې د دې ډول تورونو پر ځای د ډیپلوماتیکو لارو د یمن د شخړو د هواري هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG