د امریکا متحده ایالاتو پر ملګرو ملتونو غږ وکړ چې د ایران رژیم په یمن کې حوثي ملېشه ځواکونو ته د هغو مزایلو د ورکولو له امله چې پر سعودي عربستانيې توغولي، مسئول وګڼل شي او محاسبه ورسره وکړي.
په یمن کې په روان درې کلن کورني جنګ کې سعودي عربستان د یمن د حکومت او ایران د یمن د حکومت د مخالفو شیعه ملېشه ځواکونو ملاتړ کوي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي پرون سې شنبه «۱۳۹۶ کال لړم ۱۶» وویل، د سعودي عربستان له لوري په وړاندې شویو معلوماتو کې څرګنده شوې چې د جولای په میاشت کې له یمنه د ایران ساخت «قیام» راکټ ورتوغول شوی و.
نیکي هیلي وویل، داسې توغندي د جګړې تر پیل مخکې په یمن کې نهو لیدل شوي.
نیکي هیلي وویل، هغه بالیسټیک مزایل چې د شنبې په ورځ له یمنه د سعودي عربستان لور ته وروویشتل شو په فضا کې خنثی شو، ښايي د ایران ساخت و.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې څرګنده کړه چې د ایران ګارډ یا سپاه پاسداران انقلاب په یمن کې شیعه حوثي ملېشه ځواک ته د وسلو په ورکولو سره د ملګرو ملتونو د سازمان پر دوو پرېکړهلیکونو تېری کړی دی.
یو پرېکړهلیک پر ایران بندیز لګوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تائید پرته، چاته وسلې ورکړي او دوهم پرېکړهلیک پر ایران بندیز لګوي چې حوثي ملېشه مشرانو ته وسلې ورکړي.
نیکي هیلي وویل:
"موږ ملګري ملتونه او خپل نړیوال شریکان هڅوو چې ضروري اقدام وکړي څو د ایران رژیم د دې سرغړونو له امله مسئول وګڼل شي، د امریکا متحده ایالات تعهد لري چې د بېثباتۍ خورولو لپاره د ایران کارونه به ګڼي او هېڅکله به پر نړیوالو قوانینو د ایران د رژیم د تېري پر داسې جدي سرغړونو سترګې نهپټوي."
خو د ایران دفاع وزارت او ګارډ سپاه پاسداران انقلاب پرون دا تورونه رد کړل.
د سعودي پر پلازمېنه، ریاض له وروستۍ راکټي حملې سره د ایران او سعودي عربستان سیاسي کړکېچ لا زیات شوی دی.
پر سعودي د توغندي تر ویشتلو وروسته د ایران او سعودي اړیکې لاخرابې شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې حوثيانو په خپلواک ډول او د سعودي عربستان له لوري د جنګي جنایتونو په ځواب کې، پر ریاض راکټي حمله کړې ده.
د سعودي عربستان د خبري رسنیو په حواله، د هغه هېواد ولیعهد شهزاده بن سلمان پرون یو وار بیا پر ایران تور پورې کړ چې حوثیانو تهیې وسلې ورکړي او ویلي یې دي چې دا کار یو "جګړهییز" عمل ګڼل کېدلائ شي.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د دوشنبې په ورځ یمن ته ځمکنۍ، سمندري او هوايي لارې بندې کړې، خو ویېویل چې د مرستندویه ډلو کار به په پام کې ونیول شي.
پر سعودي د ویشتل شوي توغندي له امله ایران ته د عربستان په مشرۍ د ائتلاف خبرداری!
خو خوثي وسلهوالو ویلي چې یوازې پر سعودي نه بلکې د ائتلاف د غړي، متحده عربي اماراتو پر بندرونو به هم حملې وکړي.