د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف، ایران د هغه بالیسټیک توغندي مسؤل بللی چې د یمن شیعه یاغیانو له لوري د ریاض پر لور توغول شوی دی.
ائتلاف خبرداری ورکړی چې دا اقدام د جګړې د اعلان په توګه ګڼل کېدای شي.
سعودي او متحدانو یې ویلي چې دا خپل حق بولي چې ځوابي اقدام وکړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف قومانداني وايي چې د ریاض پر لور د بالیسټیک توغندي په ویشتلو کې، د ایران رول او پر ایران پلویو ملېشو د تهران مستقیم نفوذ، د تېري واضحه بڼه ده چې ګاونډي هېوادونه په نښه کوي او د سیمې او نړۍ ثبات او امنیت ته ګواښ کوي.
ائتلاف تور لګولی چې ایران دا توغندی حوثي یاغیانو ته چمتو کړی دی.
دا توغندی چې د شنبې په ورځ د ریاض پر لور وتوغول شو، د سعودي د چارواکو په وینا، د ریاض هوايي ډګر ته نږدې پرته له دې چې زیان واړوي، د دافع هوا د وسلو په وسیله شنډ شو.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف په یوه بیان کې چې نن دوشنبه سهار خپور شو، ویلي چې دا اقدام د ایران د رژیم لهخوا څرګند پوځي تېری دی او ښايي د سعودي عربستان د سلطنتي نظام پر ضد د جګړې د اعلان په توګهیې وګڼي.
په بیان کې ټینګار شوی چې سعودي عربستان دا خپل حق ګڼي چې په مناسب وخت او په مناسبه طریقه د ایران په وړاندې ځوابي اقدام وکړي.
له سعودي عربستان سره په ائتلاف کې متحده عربي امارات، بحرین، کوېټ، مصر، اردن، مراکش، سینیګال او سوډان شامل دي.
دا ائتلاف په ۲۰۱۵ میلادي کال کې رامنځته شو، څو د حوثي یاغیانو پر ضد چې د یمن پلازمېنه صنعا یې نیولې وه، جګړه وکړي.
سعودي عربستان نن دوشنبه اعلان وکړ چې له یمن سره خپلې ټولې اړیکې یې د ځمکې، سمندر او هوا له لارې پرې کړي، خو دې هېواد ویلي چې د اړیکو دا بندېدل به موقتي وي او د بشري مرستو فعالیتونه به په پام کې ونیول شي.
ایران تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی، خو د ایران دفاع وزیر مخکې ویلي وو چې هېواد یې په دې مسئله کې لاس نهلري.