د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

مسکو کې زرګونه کمونيسم پلويو د بلشويک انقلاب کليزه ولمانځله


د کمونيسم زرګونه پلويانو پرون سې شنبه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې سره راغونډ شول.

دوى په داسې حال کې د بلشويک انقلاب سلمه کليزه ولمانځله چې کرملېن‌يې لمانځنې ته چندان پام ونه‌کړ.

په روسيه کې په ١٩١٧ میلادي کال د بلشويک انقلاب له کبله تزار حکومت نسکور او پخوانى شوروي اتحاد تشکيل شو.

دا مسئله د نړۍ په يوه لويه حوزه کې د کمونيزم د اويا کلنې واکمنۍ سبب شوه.

له بېلابېلو هېوادونو ورغلو کسانو د مسکو پر عمده سړک لاريون وکړ.

دوى کمونيستي شعارونه ورکول.

د روسيې د پارلمان د ودانۍ له څنګ څخه تېر او د انقلاب په ميدان کې سره راټول شول.

په داسې حال کې چې له لاوډسپيکرونو يې د شوروي اتحاد د دورې ترانې ويلې، پوليسو يې څارنه کوله.

د روسيې د کمونيست ګوند رهبر ګنادي زوګانوف
د روسيې د کمونيست ګوند رهبر ګنادي زوګانوف

د روسيې د کمونيست ګوند رهبر ګنادي زوګانوف "Gennady Zyuganov" د خلکو ډلې ته په وينا کې وويل:

"د اکټوبر د ستر انقلاب د حقيقت پټولو د هڅو په لړ کې چې کوم ډول درواغ او پوچي خبرې وشوې، دا ارزښت نه‌لري چې موږ ورته پام وکړو."

کرملېن د بلشويک انقلاب د کليزې د لمانځلو پر ځاى د دوهمې نړيوالې جګړې په ياد پوځي پرېډ ته پام وکړ.

دوى وغوښتل هغه ورځ ولمانځي چې سرتېري يې د وطني شعارونو په ويلو سره د نازيانو په وړاندې د جګړې ډګر ته لاړل.

د ولاديمير پوتين حکومت چې پر بلشويک ګوند انتقادونه کړي، د دغه انقلاب د کليزې لمانځلو ته‌يې لږ کار کړى دى.

د بلشويک ګوند د مشر ولاديمير ايليچ لنين
د بلشويک ګوند د مشر ولاديمير ايليچ لنين

د روسيې د کمونيست ګوند رهبر ګنادي زوګانوف په پروني لاريون کې د بلشويک ګوند د مشر ولاديمير ايليچ لنين شخصيت ته په اشاره وويل:

"لنين يوه نوې نړۍ وړاندې کړه، نه‌يوازې يې د هغې پېشنهاد وکړ، بلکې شوروي حکومت‌يې هرې تاريخي ازموينې ته ځواب ووايه."

سره له دې چې د روسيې کمونيست ګوند تر حاکم حزب وروسته په ولسي جرګه کې زيات استازي لري، خو بيا هم دغه ګوند له لږ نفوذ څخه برخه‌مند دى، په زياتو مسايلو کې د پوتين په پلوي رأيه ورکوي.

XS
SM
MD
LG