د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۰

امریکايي لیکوال "توماس لیو کلانسي" مړ شو


پيژندل شوی امریکايي لیکوال توماس لیو کلانسي (Thomas Leo Clancy) چې ډیر خرڅيدونکي جاسوسي ناولونه به یې لیکل، مړ شو .

دی شپږ شپیته کلن وو او تر څو ورځې ناروغۍ وروسته یې په خپل کور کې ساه ورکړه.

تام کلانسي د خپل کتاب (The Hunt For Red October) چې د سړې جګړې او په روسیه کې د اکټوبر د انقلاب په اړه وو، ډیر پيژندل شوی وو.

د دې کتاب پر کیسه وروسته د امریکا د سینما (هالیووډ) یو ډير مشهور فلم هم جوړ شوی چې الیس بالودین (Alec Baldwin) او شان کونري (Sean Connery) کار په کې کړی دی.

کلانسي په نولس سوه اوه څلویښتم (میلادي) کال کې د امریکا د مریلند په بالتیمور سیمه کې زیږیدلی وو .

دی تر لیکوالۍ مخکې د بیمې د یوه شرکت عادي مامور وو خو د اول کتاب د چاپ سره سم یې د شهرت لړۍ پيل شوه .

وروسته بیا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغه اولس ناولونه د نړۍ د تر ټولو زیاتو خرڅيدونکو کتابونو په لست کې شامل کړل .

کلانسي د داستاني ادبیاتو (Fiction) په برخه کې یو نوی ژانر رامنځ ته کړ چې اوس (The Techno Thriller) ورته ویل کیږي.

د دې پیژندل شوي امریکايي لیکوال نور ډیر خرڅیدونکي کتابونه (Patriot Games) او (Clear and Present) دې چې د امریکا د استخاباراتو د ادارې (سي ای اې) د یوه جاسوس په اړه لیکل شوی .

نیویارک ټایمز یو وار لیکلي وو، د امریکا پوځ د کلانسي د ناولونو قهرمان دی .

د کلانسي وروستی کتاب (Command Authority) نومیږي چې د روان کال په ډیمسیمبر کې به چاپ شي.

توماس لیو کلانسي د یوې امریکايي ژورنالیستي الکساندرا لیولین سره واده کړی وو .
XS
SM
MD
LG