د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د واسلاوهاوول جایزې ته د افغانو ښځو د حقونو یوه مدافع ټولنه هم کاندید ده


په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوه مدافع ټولنه [ښځې د افغانو ښځو لپاره] د واسلاو هاوول کلنۍ جایزې ته په درې وروستیو کاندیدانو کې اعلان شوه.

په پخوانۍ چکوسلواکیا کې د مخملي انقلاب د مشر واسلاو هاوول په نوم دا جایزه، هرکال هغو وګړو اوسازمانونو ته ورکول کیږي چې د مدني ټولنې د ودې او د بشري حقونو د دفاع لپاره یې فوق العاده خدمت کړي وي.

دا جایزه ۶۶زره امریکايي ډالره مالي ارزښت لري چې د اروپايي شورا پارلماني اسامبله، د چک جمهوریت حکومت او د هاول د ازادي بنسټ یې تمویلوي.

[ښځې دافغانو ښځو لپاره] ټولنه په ۲۰۰۷ [میلادي] کال کې جوړه شوې او اوس مهال د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې مرکزونه لري.

د دې ټولنې مشره منیژه نادري وايي، دوي افغانو کورنیو ته حقوقي مشورې ورکوي، د ښځو د حقونو په اړه له خلکو سره خبرې کوي او د کورني تشدد قربانيانو ښځو او نجونو ته مرستې رسوي.

د میرمن نادري په وینا،[ښځې د افغانو ښځو لپاره] ټولنې په تیرو څو کلونو کې تر۱۶ زره زیاتو ښځو اونجونو ته چې د جنسي تجاوز، جبري ودونو او شکنجې قرباني شوې وې، مرستې رسولې دي. منیژه نادري وړاندې وايي:

((موږ په ۱۳ ولایتونو کې د هغو کورنیو لپاره چې حقوقي ستونزې لري، د مشورې مرکزونو جوړ کړي دي.

موږ د کورنیو مسایلو لپاره سلاکاران لرو چې د ستونزو د حل لپاره له کورنیو سره خبرې کوي.

ځيني مسالې چې ډیرې خطرناکې وي، محکمې ته استوو او مدافع وکیلان هم لرو.

د محکمې تر پریکړې پورې موږ ښځې او نجونې د امن په خونو کې ساتو. موږ په ۱۳ ولایتونو کې د امن کورونه لرو.))

منیژه نادري زیاته کړه چې نږدې ۸۰ فیصده افغانې ښځې په خپلو کورونو کې له یو ډول تشدد سره مخامخ دي.

د دې په وینا، په کورونوکې د ښځو وهل – ټکول عامه ستونزه ده، په شمالي ولایتونو کې پرښځو د جنسي تیري پيښې زیاتې دي او په جنوبي سیمو کې په عمومي ډول، بري ودونه او په بدو کې د نجونو ورکول له اساسي ستونزو ګڼل کیږي. منيژه نادري بیا وویل:

((ښځې له هره اړخه ستونزې لري. په کورونو کې وهل کیږي. جبري ودیږي. په ډيرو ولایتونو کې جنسي تجاوز ډير زیات دی. ښونځیو ته نه پریښودل کیږي. یعنې په افغانستان کې ښځې هره هغه ستونزه لري چې تاسې یې فکر کولای شي.))

په افغانستان کې له ښځو سره د مرستې د دې ټولنې وویل چې د امنیت خرابوالی د دوي فعالیت ته تر ټولو ستره ستونزه ده. منیژه نادري زیاته کړه:

((اوس مهال زموږ ستونزه دا ده چې په افغانستان کې امنیت ډير خراب شوی دی.

طالبان دي او داعش هم پيدا شوي دی. زموږ کار ډیر له ستونزو سره مخامخ دی.))

د اروپايي شورا پارلماني اسامبلې پرون [سه شنبه] وویل، د واسلاوهاوول د کلنۍ جایزې ګټونکی به د سپټمبرمیاشتې په ۲۸په ستراسبورګ کې چې د دې شورا مقر دی، اعلان شي.

په روسیه کې د بشري حقونو یوه فعاله لودمیلا الکسیووا او د بالکان په هېوادونو کې [د بشري حقونو لپاره د ځوانانو ابتکار] پروګرام په وروستیو کاندیدانو کې شامل دي.

په روسیه کې د بشري حقونو فعاله، ۸۸ کلنه لودمیلا الکسیوا هم د دې جایزې لپاره په کاندیدانو کې ګڼل شوې ده.

الکسیووا په ۱۹۶۰ [میلادي] کال کې د پخواني شوروي اتحاد له مخالفو ډلو سره یوځای شوه او د مسکو-هلسنګي ګروپ بنسټ ايښوودونکې ده.

XS
SM
MD
LG