د بېواکۍ او کمواکۍ په اړه د بلخ د امنیه قوماندان د انتقادونو په غبرګون کې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د قانون د عملی کېدو او ټينګېدو په خاطر قوماندانانو ته ټول اختیار ورکړل شوی دی.
د دې وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، قوماندانانو ته د قانون په چوکاټ کې ټول واک ورکړل شوی او د کورنیو چارو وزارت تل د دوی له قانوني کړنو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه ورځ مخکې، د بلخ امنیه قوماندان سید کمال په یوه غونډه کې وویل، د سترګو پر وړاندې یې سرغړونې کېږي، خو د یوه امنیتي مأمور د بدلولو واک نهلري.
نور تفصیليې د ازادي راډيو د خبریال یوسف خان ځدراڼ په لاندې راپور کې: