د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۲۷

یمن کې د یوې هلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې د سعودي یو شهزاده وژل شوی


د یمن پولي ته نږدې د سعودي عربستان د یوې هلیکوپټرې د نسکورېدو په پېښه کې د دغه هېواد د یوه شهزاده په ګډون لږ تر لږه ۸ نور جګپوړي حکومتي چارواکي وژل شوي دي.

د سعودي عربستان په دولتي رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې دغه هلیکوپټر د دوشنبې په ورځ سهار د یمن پولې ته نږدې نسکور شوی چې په نتیجه کې یې د دې هېواد د پخواني ولیعهد مقرن‌السعود زوی او د عسیر ولایت مرستیال والي شهزاده منصور بن مقرن هم وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، مقرن‌السعود د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر و او د دې هېواد پخوانی ولیعهد و.

که څه هم دغو رسنیو په دغې پېښه کې د شهزاده منصور بن مقرن د وژل کېدو پخلی کړی، خو تر دې دمه‌یې لا د نورو وژل شویو کسانو د هویت او د هلیکوپټر د نسکورېدو د لامل په اړه تفصیلات نه‌دي ورکړي.

ارشیف
ارشیف

سعودي عربستان له تېرو څو کلونو راهیسې په یمن کې د حوثي قبایلو پر ضد د جګړې لپاره د جوړ شوي نړیوال ائتلاف مشري پر غاړه لري.

د عربستان چارواکو تېره ورځ د یمن له‌خوا د عربستان پر ریاض ښار د یوه توغندیز برید د شنډولو خبر ورکړی و.

په سعودي عربستان کې دغه هلیکوپټره په داسې وخت کې نسکوره شوې چې د دې هېواد فساد ضد ادارې تېره ورځ د فساد د تورونو له امله ګڼ شمېر شهزاده‌ګان نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې د فساد ضد ادارې له‌خوا په نیول شویو شهزاده‌ګانو کې شهزاده ولید بن طلال هم شامل دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG