د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۵۰

ائتلاف: د یمن صعده کې پر یوه مارکېټ حمله، پر پوځي هدف شوې


د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف وايي چې د یمن په شمالي ولایت صعده کې پر یوه مارکېټ هوايي حمله، پر مشروع پوځي هدف شوې وه.

په صعده کې ډاکټرانو او یوه عیني شاهد چې رویټرز خبري اژانس ته یې معلومات ورکړي وو، ویلي چې د سیمې پر یوه هوټل او یوه مارکېټ د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي قواوو په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي دي.

ویل کېږي چې د حملې له امله هوټل او ورسره نېږدې بازاړ ویجاړ شوي دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هدف د یو شمېر حوثي ملېشه وسله‎والو غونډه وه.

XS
SM
MD
LG