د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د اداري اصلاحاتو کمېسیون ۱۷ زره خالي بستونه ازادې سیالۍ لپاره اعلان کړل


د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشر په امر او د دوی د درې میاشتنیو څېړونو په پایله کې جوته شوه چې د پایتخت کابل او ولایتونو کې شاوخوا ۱۷ زره بستونه خالي دي چې ځینې یې خیالي هم وو.

د دغې ادارې رئیس احمد نادر نادري د پنجنشبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې دغه بستونه د ازادې سیالۍ لپاره اعلان کړل:

"درې میاشتې وړاندې مو په دې برخه کې جدي څېړنې پيل کړي، خالي بستونه وو او په ځینو مواردو کې خیالي بستونه هم موجود وو، د وزارتونو او د مرکز او ولایتونو په کچه په نورو ادارو کې ۱۷ زره بستونه خالي دي چې اعلان ته مو ورکړل، له دغو بستونو نه ۹ زره یې پنځم او شپږم بستونه دي او اته زره د ښوونکو بستونه دي. "

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري

ښاغلی نادري زیاتوي چې د دغو بستونو ته د ازادې سیالۍ له لارې، ټول اړین شرایط د ازموینې نېټه او د ازموینې فورمې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ویب‎سایټ له لارې اعلانېږي چې په شرایطو برابر کسان کولای شي ورته خپل نومونه ثبت کړي.

نوموړی زیاتوي چې په دغه بستونو کې اداري، اقتصادي، انجنیري، لرغون پوهنه، پالیسي او پلان، تخنیکي، ولایتي تدارکات، بدني روزنه، تفتیش، معلوماتي ټکنالوژي، حقوقي، دیني، کرنیز، اطلاعات او عامه اړیکې، روغتیا، حیواني روغتیا، مالي، مدیریتي، بشري سرچینې، څارنه او د روزنې برخې اړوند بستونه شامل دي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون وايي، په دغو ۱۷ زره بستونو چې پنځم او شپږم بستونه دي ۱۴ زره په ولایتونو او پاتې نور د کابل لپاره دي.

د دغه کمېسیون رئیس وايي، دا مهال د ټولو دولتي کارکوونکو پنځه فیصده ښځې تشکیلوي او دوی هڅه کوي چې یادو بستونو په ازموینه کې د پنځو امتیازي نومرو په ورکولو سره په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو ونډه زیاته کړي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمېسیون په ۱۳۸۳ لمریز کال کې د بن د پرېکړې او د افغانستان د اساسي قانون د ۵۰ مادې له مخې جوړ شو.

دا مهال د ټولو دولتي کارکوونکو پنځه فیصده ښځې تشکیلوي.

خو په تېره دغه موده کې د یادې ادارې په کار او د دغې ادارې له‎خوا د ګمارنو په سیسټم کې د فساد د موجودیت په اړه ګڼ انتقادونه موجود وو.

ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې وړاندې احمد نادر نادري د دغه کمېسیون د مشر په توګه وټاکه او وزارتونه او نورې ادارې يې د يوه فرمان له مخې مکلفې کړې چې خپل ټول تش او هغه بستونه چې د سرپرستانو له‎خوا اداره کېږي د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته ولېږدوي.

په ورته وخت کې د اداري فساد په وړاندې افغاني شبکه د بستونو لپاره د ازموینې په شفافیت او وروسته تر هغې د بریالیو کسانو په دندو د ګمارنې په څار ټینګار کوي.

د دغې شبکې مشر خان زمان امرخېل وايي:

"زه ډاډه یم چې دا وار به هم د تېر په څېر په شفافه ډول ازموینه واخېستل شي، د کمېسیون چارواکي دې هڅه وکړي چې په ازموینه کې شفافیت او رونټیا موجوده وي."

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپواک کمېسیون شاوخوا یوه میاشت وړاندې د دولتي تدارکاتو د بستونو لپاره ازموینه واخېستله چې د سې شنبې په ورځ یې پایلې اعلان شوې.

د اداري فساد په وړاندې افغاني شبکه وايي، هغه کسان چې د دغه کمېسیون د ازموینې له لارې بېلابېلو ادارو ته بریالي کېږي، د ادارې پخواني چارواکي یې پر وړاندې ستونزې جوړوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپواک کمېسیون وايي، د ۱۷ زره اعلان شويو بستونو لپاره به په مرکز او هر ولایت کې د دې بستونو استخدام ټوله پروسه د اختصاصی "ځانګړو" کمېټو له لوري چې د بېلابېلو دولتي ادارو له استازو به جوړوي، عملي کېږي او د مدني ټولنې، خلکو او رسنیو استازي به د استخدام پر ټولو پړاوونو څارنه کوي.

راپو: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG