د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې رئیس مشرانو جرګه کې بخښنه وغوښته


د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس د برېښنايي تذکرو د کارکوونکو لپاره اخیستل شوې ازموینه کې ځينې نیمګړتیاوې مني او له ټولو بخښنه غواړي.

نوموړی د سناتورانو هغه انتقادونه ردوي چې ګنې د برېښنايي تذکرو د کارکوونکو لپاره په اخیستل شوې ازموینه کې شفافیت نه‌و موجود.

نادر نادري چې د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې استجوابیه غونډې ته خبرې کولې وویل چې د وخت د محدودیت له وجې په‎دې پروسه کې ځينې ستونزې وې خو په خبره‌یې چې په‎دې برخه کې بشپړ عدالت تأمین شوی او د ټولو ولایتونو وګړو ته ونډه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس نادر نادري
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس نادر نادري

نوموړی وايي:

"نیمګړتیاوې وې خو هغه د سهل‌انګارۍ، قصداً او بد نیت نه نه‎دي شوي، بلکې دا یوازې د یادې پروسې د زمان د کموالي له وجې نیمګړتیا وه، د دې لپاره چې ممکن ځيني کسان له دې امله زیانمن شوي وي، موږ بخښنه غواړو، په دغو نتایجو کې له ۳۳ ولایتونو خلک راغلي او دا کسان په خپل قوت راغلي، نور له دې وروسته چې دغې پروسې ته څوک غوښتنلیک ورکوي له لومړۍ ورځې به ژبه انتخابوي او نور به دا ډول تیروتنې نه‌کېږي."

دا ازموينه «د غويي په ١۵مه» د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمېسيون له لوري کابل کې واخیستل شوه چې د ۴۹۲ پوستونو لپاره له ټول هېواده ۲۵ زره او ۴۸۰ کسانو غوښتنلیکونه سپارلي و.

خو له دغې ازموینې وروسته د افغانستان د مشرانو جرګې او د ازموینې د ګډون‎کوونکو په شمول یو شمېر کسانو او کړیو اعتراضونه وکړل چې د برېښنايي تذکرو د کارکوونکو لپاره په اخیستل شوې ازموینه کې ناانډولي شوې او یوازې په یوه ژبه ازموینه اخیستل شوې ده.

دغې غونډې ته د برېښنايې تذکرو د وېش ادارې مشر همایون محتاط هم رابلل شوی و، ده د برېښنايي تذکرو د وېش په تړاو سناتورانو ته وویل:

"د حوت د ۳۱مې نېټې د هدایت پر اساس چې موږ ته راکړل شوی موږ باید په ۹۰ ورځو کې خپل چمتووالی ونیسو، زموږ چمتووالی په شدت مخې ته ځي، موږ د خپل مهالوېش سره سم مخ ته ځو."

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي جلسه کې له اوږدو بحثونو او د سناتورانو له تُندو انتقادونو وروسته دغه چارواکي وتوانېدل چې د غونډې د حاضرو سناتورانو قناعت خپل کړي.

خو د دغې جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون له رئیسه وغوښتل چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

مسلمیار: ښاغلی نادري دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
مسلمیار: ښاغلی نادري دې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

مسلمیار وايي:

"دغه امتحان یوازې د کابل لپاره اخیستل شوی او کوم کسان چې د دغې ازموینې له مخې غوره شوي کابل کې به دنده ترسره کوي، نادري صیب په دې اړه بشپړ تفصیلات ورکړل زه له نادري صیبه غواړم هغه ژمنه‌یې چې تالار ته وکړه په خپلو ژمنو ولاړ وي تر څو راتلونکي کې له دغو ستونزو مخنیوی وشي."

خو یو شمېر سناتوران وايي، که په راتلونکي کې په ورته ملي پروسو کې د ژبو انډول په پام کې ونه‌نیول شي یادې پروسې ستونزمنې کېدلای شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG