د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۹

په هوايي او ځمکني ټرانسپورت کې د نیمګړتیاو په اړه د ولسي جرګې اندېښنې


د افغانستان ولسي جرګه د هېواد د ځمکني او هوايي ټرانسپورت په فني، تخنیکي او اداري چارو کې پر شته ستونزو اندېښنه ښيي.

له بهرنیو قراردادي هوايي شرکتونو سره په سیالیو کې د افغان هوايي شرکتونو پاتې راتلل، د ځینو افغان خصوصي هوايي شرکتونو سقوط، د الوتکو د ټکټونو د بیو لوړېدل، په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو زیاتوالی او له باروړونکو نقلیه وسایطو څخه د جعلي پارچو په وسیله پیسې اخیستل او یو شمېر نور هغه موارد دي چې ولسي جرګه‌یې اندېښمنه کړې ده.

ولسي جرګې دغو پوښتنو ته د ځواب موندلو په خاطر د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۰» د افغانستان د ټرانسپورت سرپرست وزیر محمد حمید طهماسي، د هوايي چلند د خپلواکې ادارې رئيس محمود شاه حبیبي او د ترافیکو رئيس محمد شفیق استجواب کړي.

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون غړي موسي خان نصرت وویل، د افغان او عربي اماراتو د هوايي شرکتونو ترمنځ چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د همکارۍ تړون شوی، افغان هوايي شرکتونه ورڅخه د ظرفیتونو د ټیټوالي له امله لازمه ګټه نه‌شي اخیستلی، نو لازمه ده چې دغه تړون یا لغوه او یا له سره وارزول شي.

د افغانستان د پارلمان ودانۍ.
د افغانستان د پارلمان ودانۍ.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې موافقت‌نامې پر اساس د افغانستان کورني هوايي شرکتونه حق لري چې د عربي اماراتو ټولو هوايي ډګرونو ته پروازونه وکړي، خو د عربي اماراتو هوايي شرکتونو افغان هوايي شرکتونو ته دا اجازه نه‌ده ورکړې."

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون وايي، افغان هوايي شرکتونه د تخنیکي ظرفیتونو د ټیټوالي له امله د عربي اماراتو له هوايي شرکتونو سره سیالي نه‌شي کولای، له همدې امله افغان هوايي شرکتونه د پروازونو د کموالي له امله، په وروستیو څو کلونو کې له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي.

د ولسي جرګې ځینو غړو وویل، په وروستیو څو کلونو کې له افغان خصوصي هوايي شرکتونو سره د حکومت د نه‌مرستې له امله د پامیر، افغان جټ او صافي شرکتونه سقوط شول او کام ایر او اریانا له مالي ستونزو سره مخ دي.

د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه.
د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه.

د هوايي چلند د خپلواکې ادارې رئیس محمود شاه حبیبي وویل، حکومت تر اوسه له دغو ټولو هوايي شرکتونو سره مرستې کړي، خو دا شرکتونه نه‌دي توانېدلي چې له اسانتیاو یې ګټه پورته او خپل ظرفیتونه لوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه مرستې چې د دولت له‌خوا په خصوصي سکټور کې له هوايي شرکتونو سره شوي، بل سکټور سره نه‌دي شوي، له ۲۰۱۰ کال وروسته، د دوی ټول پورونه وبخښل شول، کام ایر ته ۶ میلیونه ډالر، صافي شرکت ۴.۲ میلیونه او اریانا ته‌یې ۱۰ میلیونه ډالره وروربخښل او سربېره پر دې دولت کابینې ته حکم وکړ چې له دوی څخه تر راتلونکو دوو کلونو پورې هېڅ ډول فیس وانه‌خلئ."

ښاغلي حبیبي د پروازونو د ټکټونو د بیو د لوړوالي په اړه وویل، اوس‌مهال په هېواد کې شااوخوا ۲۰۰۰ سیاحتي شرکتونه فعال دي چې څارل‌یې لږ څه ګران و، خو هڅې تېزې شوي چې دغه ستونزه په لږه موده کې هواره شي.

سربېره پر دې د ولسي جرګې ځینو نورو غړو بیا د ښاري ټرانسپورت او په ځینو ولایتونو کې د هوايي ډګرونو د نشتوالي ستونزې مطرح کړې.

د ټرانسپورت سرپرست وزیر محمد حمید طهماسي وویل، په لویو لارو کې یې د رڼو ټکټونو د اخیستلو لپاره نوې کتابچې چاپ او په یوه اوونۍ کې به ټول هېواد ته ورسېږي.

ښاغلي طهماسي دا هم وویل چې د ۳۴۰ ښاري بسونو د فعالولو لپاره‌یې له هند سره د ۵۷۰ تخنیکي پرزو تړون لاسلیک کړی چې په لږه موده کې به هېواد ته راورسېږي.

ده دا هم وویل، تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د ۵ ولایتونو د هوايي ډګرونو ترمینلونه جوړ شي.

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د هوايي شرکتونو او ځمکني ټرانسپورت ستونزو ته په کتو سره، پر بلل شویو مسؤلینو په دغې برخه کې د ستونزو پر هواري ټینګار وکړ.

عبدالرؤف ابراهیمي.
عبدالرؤف ابراهیمي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"موږ له درنو مېلمنو هیله کوو چې دغه پوښتنې چې نن د یوې ستونزې په بڼه مطرح شوې، د حلولو لپاره‌يې کاري پلانونه او کره ستراتېژۍ ترتیب کړي."

دا لومړی ځل نهدی چې کابل ښاریان او د ولسي جرګې غړي د هوايي چلند او ځمکني ټرانسپورت په چارو کې له ستونزو شکایت کوي بلکې د دې هېواد د لویو ښارونو اوسېدونکي له پخوا راهیسې له دغو ستونزو سره مخ دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG