د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

موټر چلوونکي: کومو ستونزې رښتیا حل نه شوې، بیرته به اعتصاب پيل کړو


د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات پر لویو لارو ترانسپورټي شرکتونو او موټر چلوونکو خپل اعتصاب ختم کړ.

د کابل – کندهاراو کندهارـ هرات پر لویو لارو موټر چلوونکي او د ټرانسپورټي شرکتونو مسئولین خبرداری ورکوي، چې که یې ستونزي په رښتیا حل نه شوې، بېرته به خپل موټرونه ودروي او اعتصاب به پیل کړي.

موټر چلوونکو د یکشنبې په سهار وروسته تر هغه کاري اعصتاب ختم کړ؛ چې اړوندو دولتي مسوولینو ورسره د دوی د ستونزو د حل ژمني وکړې.

د دغو شرکتونو د مسوولینو له ډلي د احمد شاه بابا ابدالي ټرانسپورټ شرکت سلاکار سلیمان ازادۍ راډیو ته وویل؛ که یې ستونزې حل نه شي بېرته به اعتصاب پیل کړي.

"له دې سره چې ولسمشر مو غږ اورېدلی، که مو ستونزي دا ځل حل نه شوې، د افغانستان له سپین ږیرو، مشرانو او د موټر چلوونکو له مشرانو سره په سلا به د حل لاري پیدا کړو.

پولیس هم موټر چلوونکي ځوروي او په بیلا بیلو پلمو د پيسو غوښتنه کوي."


د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات پر لویو لارو د دوو ورځو لپاره موتر چلوونکو تګ راتګ ونه کړ.

دوی شکایت کاوه چې، د دې لارې په بیلابیلو ځایونو کې غله دریږي او په وروستیو څو میاشتو کې یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله رسولې.

موټر چلوونکي ځینې پولیس هم د ناامنیو عاملين بولي:

"نثار د ټونس پیما شرکت موټر چلوونکی یم، د هرات پر لار یې د احمد شاه ابدالي شرکت په موټر کي دوه تنه وژلي دي، دولت دي د لویو لارو امنیت ټینګ کړي.

زموږ اعتصاب د غلو په خاطر دی، زموږ په سل میتري کي پولیس وي او موږ ویني، غله زموږ خوندي او وروڼه ولي خو پولیس یې غم نه کوي."


د کابل ـ کندهار او کندهار – هرات لوی لاري په افغانستان کي ځکه مهمي بلل کیږي، چې ډیر نور ولایتونه سره تړي او د تګ راتګ او اکمالاتو لپاره هم کار ځني اخیستل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت هم پر دغو لارو ځني ستونزي تاییدوي او وايي د هواري لپاره یې کار کوي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش ازادۍ راډیو ته وویل، چې پر دغو لارو یې د ملي پولیسو څو تنه افسران هم په دنده کې د بې غورۍ په تور له دندو ګوښه سوي دي.

“د کورنیو چارو وزارت په تیرو دوو اونیو کې څو تنه پولیس چې پر دې لویه لاره یې کار کاوه، د کم کارۍ یا په سمه توګه د دندې د نه تر سره کولو په خاطر له دندو ګوښه کړل. موږ جدي څارنه کوو او زموږ هڅه دا ده چې، ژر تر ژره د دې لارې په نورو سیمو کې هم که کوم امنیتي ستونزه و لري، مسولین یې بر طرفه کړو."

خو دا لومړی وار نه دی، چې د کابل ـ کندهار او کندهار هرات د لارو مسافر او موټر چلوونکي له غلو، نا امنیو او جګړو څخه شکایت کوي، بلکي تر دې پخوا هم داسې شکایتونه شوي او دولتي چارواکو یې د هواري ژمنې کړي.

معلومه نه ده، چې دا ځل به افغان دولت ددغو مهمو لارو د امنیت لپاره له کومو لارو چارو کار واخلي، چې امنیت یې ور سره سم سي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG