د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۰

موټرچلوونکي: د کابل - کندهار پر لویه لار په رڼا ورځ لوټل کیږو


د کابل ـ کندهار د لویي لارې موټرچلوونکي وايي چې اوس په رڼا ورځ پر یاده لار د وسله ولو غلو له خوا لوټل کېږي.

دې موټرچلوونکو ازادۍ راډیوته وویل، که اړوند چارواکي د دې لارې امنیت ونه ساتي، ګڼ شمېرموټرچلوونکي به خپل موټر ودروي.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، که څه هم دې وزارت پرلوی لارو یي ترډیره د دې ډول پیښو نیولی خوهڅې به زیاتې چې دا ډول پیښې په کې تکرار نه شي.

د کابل ـ کندهار د لویي لارې یو شمېرموټر چلونکي شکایت کوي چې د دوی د پرله پسې شکایتونو سره سره بیا هم اړوندو ارګانونو د دې لارې امنیت ته پاملرنه نه ده کړې.

دا موټرچلوونکې وايي، چې دې لارې ته د اړوندو ارګانونو، نه پاملرنه د دې لامل شوې چې اوس په رڼا ورځ هم د وسله والو غلو له خوا ولوټل شي.

د تونس پیما شرکت یوتن موټرچلوونکی دوست محمد ازادۍ راډیو ته وویل، چې دولت باید د خپل مسوولیت له مخې پردې لارپراته خنډونه لري کړي.

ښاغلي دوست محمد چې څو ورځې وړاندې د غزني ولایت د مقر په سیمه کې د لوی لارې د وسله والو غلو لوټلي و، خپله قیصه داسې بیان کړه:

″زه چې ودریدم پر ښیښه یې په کلاشینکوف ووهله ښیښه یې را ماته کړه ښیښه مې اوس درزي ده، را ته یې وویل چې ټول شیان را وباسي که د چا سره په جیب کې شي پاته وو بیا د شکایت حق نه لري وروسته یې ولوټلو.″

دا موټرچلوونکي وايي، په هغو سیمو کې چې د ملي اردو پوستې ځای پرځای دي، تریوحده د وسله والوغلو مخه نیول شوی خو په هغه سیمو کې چې پوستې نسته د غلو له خوا ځورول کېږي.

موټرچلوونکې وايي چې پردې لار د وسله والو طالبانو له خوا د پلونو او پلچکونو نړولو هم وسله والو غلو ته د غلا زمینه برابره شوې ده.

د احمدشاه بابا ترانسپورټي شرکت یوتن موټرچلوونکي عیسی جان ازادۍ راډیوته وویل، چې دولت باید د خپل مسوولیت له مخې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي:

″د شهر صفا ولسوالۍ ته نا رسیده هغه مات پله ته چې رسیږي په دې پلچکونو کې ناست وي خلک شکوي، زموږ غوښتنه داده په یو ځای کې چې د ملي اردو وي هلته هیڅ غلا نشته خو په هغه ځایو کې چې ملي اردو نه وي غلاوي شروع وي، زه دا وایم چې په یوه منطقه کېږي په بله منطقه کې نه کېږي.″

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د یاد وزارت منسوبینو ترډیره په هغه سیمو کې چې د دوی اړوند دي د ورته ګواښونو مخه نیولې.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، دوی به د یادو موټر چلوونکو شکایتونه تر اړوندو مسوولینو پورې ورسوي:

″زه دا مساله د مسولینو سره شریکه ومه که په کوم داسې ځای کوم داسې کار شوی وي چې غله راوتلي وی او هلته د هغوې مخه نوي نیول شوې او په کومو ځایونو کې چې د دوو پوستو په منځ کې راوتلي وي زه به دا مساله د مسولینو سره شریکه کړمه موږ هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې پر لوی لارو موټر وشکوي.″

موټرچلوونکي وايي چې پردې لار د وسله والو غلو د پیداکېدو ترڅنګ، د سړک غاړې ماینونه د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې او یولړنورې ستونزې هغه عوامل دي چې پرلوی لاریې د مسافرو تګ راتګ د ستونزو سره مخامخ کړی دی.

یوازې د کابل کندهارلاره نه ده چې سپرلۍ او موټر چلوونکي له غلو او خپلسرو وسله والو له کړنو شکایت کوي بلکې د هېواد په ځینو نورو لارو کې ورته ستونزې موجودې دي.

کارپوهان وايي، د هېواد اقتصادي وده، تجارت همدغو لارو پورې تړلې او حکومت ته پکار ده امنیت یي خوندي کړي.

راپور: سیدکمال شاه عارف

XS
SM
MD
LG