تمه کېږي چې شانون الېن د پوځي افسر بو برګډال د لټون پر مهال، د خپل خاوند سرتېري مارک الېن د ټپي کېدو په اړه نن دوشنبه محکمې ته معلومات ورکړي.
مارک الېن په ۲۰۰۹ میلادي کال کې هغه مهال د طالبانو په کمین کې پر سر ولګېد، کله چې يې له نورو افغان او امریکايي سرتېرو سره په ګډه، د لادرکه پوځي بو برګډال لټه کوله.
بو برګډال چې پنځه کاله له طالبانو سره زنداني و، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په پکتیکا ولایت کې په خپل سر له امنیتي پوستې له وتلو وروسته وسلهوالو نیولی و.
برګډال محکمې ته اعتراف کړی چې ده پرته له اوامرو وظیفه پرېښې وه او د ناسم پوځي چلند له امله، د طالبانو لاس ته ورغلی و.
د محکومېدو په صورت کې نوموړي ته د عمر قید سزا ورکول کېدای شي.
خو څارنوالان د مارک الېن په ګډون د هغو سرتېرو چې د برګډال د لټون پر مهال ټپي شوي دي، د ټپونو پر سر استدلال کوي چې محکمه باید نوموړی په لا نوره سخته سزا محکوم کړي.
اسوشیټېډ پرس اژانس د برګډال د لټون په عملیاتو کې د ټپي شوي سرتېري مارک الېن د مېرمن په حواله وايي چې خاوند يې پر سر له لګېدو وروسته، اوس د خبرو کولو توان نهلري او د نقل او حرکت لپاره ویلچیر او د بل کس مرستې ته اړتیا لري.
بو برګډال د خپلې سزا د کمولو لپاره له څارنوالانو سره کوم ډول تفاهم نهدی کړی او همدې ته په پام د محکمې قاضي نوموړي ته د هر ډول سزا ورکولو پوره صلاحیت لري.
بو برګډال ویلي چې طالبانو دی د پنځو کلونو په موده کې وهلی ټکولی دی او په تیاره خونه کې يې ساتلی و.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له ګوانتانامو زندان څخه د پنځو طالب مشرانو د خلاصون په بدل کې، بو برګډال له طالبانو خوشې کړ.