د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۰

سلګونه زره کسانو د اسپانیې د ځمکنۍ بشپړتیا په ملاتړ لاریون وکړ


سلګونه زره کسانو د اسپانیې په بارسلونا ښار کې چې د کاتالونیا سیمې پلازمېنه ده د اسپانیې د ځمکنۍ بشپړتیا په ملاتړ لاریون وکړ.

دا لاریون دوه ورځې وروسته له هغه وشو چې د اسپانیا حکومت د کاتالونیا خپلواکي وروسته له هغه لغوه کړه چې د دې سیمې پارلمان د کاتالونیا خپلواکي اعلان کړه.

پروني لاریونونه چې د اسپانیې د ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړو مدني ډلو له‌خوا د کاتالونیا د جلا غوښتنې د مخالفو ګوندونو په ملاتړ وشول له غرمې پیل او څو ساعته‌یې دوام وکړ.

ټولو شعار ورکاوه چې:

"موږ ټول کاتالونیایان یو، اسپانویان یو او غواړو له یو بل سره واوسو."

د لاریون یوه ګډونوال انتونیو د قانوني چلند غوښتنه وکړه.

کاتالونیا کې لاریون کوونکي
کاتالونیا کې لاریون کوونکي

دی وايي:

"تر کومه ځایه چې زه پوهېږم حکومت باید د اساسي قانون ۱۵۵ ماده تطبیق کړي. په دې سره به د قانون د تطبیق زمینه برابره شي."

د اسپانیې په اساسي قانون کې ۱۵۵مه ماده د کاتالونیا د خپلواکۍ د ځنډولو لپاره وضع شوې ده.

په دې لاریون کې چې تر ډېره‌یې د جشن بڼه درلوده او د اسپانیې بیرغونه رپول کېدل، ګڼو سیاستوالو هم برخه اخیستې وه.

د اکټوبر په اتمه هم یوه ورته مظاهره شوې وه.

وروسته له هغه چې د اکټوبر په ۲۷مه د کاتالونیا سیمه‌ییز پارلمان په ۷۰ موافقو او لسو مخالفو رأیو د کاتالونیا خپلواکي اعلان کړه، د دې پرېکړې په خوشحالۍ هم زرګونه کسانو لاریون وکړ.

د اسپانیې سنا جرګې د کاتالونیا تر دې پرېکړې وروسته د کاتالونیا د خپلواکۍ د ځنډولو لپاره بېړنۍ رأیه اچونه وکړه چې ۲۱۴ سناتورانو موافقه او ۴۷ مخالفه رأیه ورکړه.

د اسپانیا صدراعظم ماریانو رخوي
د اسپانیا صدراعظم ماریانو رخوي

په دې ترتیب سره د اسپانیا صدراعظم ماریانو رخوي اعلان وکړ چې حکومت‌یې د کاتالونیا چارې په لاس کې نیولي او سیمه‌ییز حکومت‌یې منحل کړی دی.

اسپانیې د سیمه‌ییزو انتخاباتو لپاره هم د ډسمبر ۲۱مه نېټه په ډاګه کړه.

په کاتالونیا کې د خپلواکۍ په پار د اکټوبر په لومړۍ نېټه غیر الزامي ټولپوښتنه وشوه چې اکثرو ګډونوالو یې مثبته رأیه ورکړه، خو تر هغه وروسته د اسپانیې له مرکزي حکومت سره په لویې لانجې واوښتل.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG