د اسپانیې د کاتالونیا سیمې برطرفه شوي مشر کارلس پوجدمون په اسپانیه کې د ډموکراتیک اپوزېسیون د واکمنۍ غږ کړی دی.
پوجدمون په یوه ټلوېزیوني وینا کې چې ثبت شوې او پرون شنبه خپره شوه، ویلي چې د یوه ازاد هېواد جوړولو هڅې به جاري وساتي.
د کاتالونیا سیمهييز پارلمان د جمعې په ورځ د خپلواکۍ اعلان وکړ.
د اسپانیې صدراعظم ماریانو رخوي د کاتالونیا د سیمهییز پارلمان د انحلال اعلان وکړ او ویې ویل چې د ډسمبر په ۲۱مه نېټه د نوي سیمهييز پارلمان د جوړولو لپاره دې ټاکنې وشي.
خو کارلس پوجدمون تېره شپه خپلو پلویانو ته وویل چې یوازې سیمهييز پارلمان دا صلاحیت لري.
پوجدمون پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې حوصله ولري او په مسؤلانه ډول خپلې سولهييزې مبارزې ته دوام ورکړي.
کارلس پوجدمون وویل:
"زما پیغام تاسو ته دا دی چې صبر، استقامت او لید لوری ولرئ. موږ باور لرو چې تر دې ګړۍ د راغلو پرمختګونو د خوندي ساتلو تر ټولو ښه لار، په ډموکراتیک ډول د اساسي قانون له ۱۵۵مې مادې سره مخالفت دی."
د کاتالونیا د سیمهییز حکومت مشر کارلس پوجدمون او د هغه د کابینې ۱۲ غړي د صدراعظم، ماریانو رخوي د حکم پر اساس له دندو لیرې شول او له مادریده وراستول شویو چارواکو، پرون شنبه کار پېل کړ.
د اسپانیې د صدراعظم ماریانو رخوي دفتر د پوجدمون پر خبرو له تبصرې ډډه کړې او ویلي يې دي چې تر دې وروسته به د هغه څرګندونو ته د عدلي او قضايي ادارو له لیدلوري کتل کېږي.
د رخوي دفتر ویلي چې د ډسمبر په ۲۱مه به د کاتالونیا د ولس د عزت او حیثیت د اعادې لپاره انتخابات وشي.
د اسپانيې لوی څارنوال ویلي، د اکټوبر میاشتې له ۳۰مې نېټې وروسته، پر کاتالونیا چارواکو د بغاوت تور پورې کېدلای شي.
په کاتالونیا کې له اسپانیې جلا غوښتونکو د اکټوبر په لومړۍ نېټه د خپلواکۍ د اعلان لپاره ټولپوښتنه وکړه او ویېویل چې ۹۱ فیصده ګډونوالو مثبتې رأیې ورکړي.
کاتالونیا له ۱۹۷۵ میلادي کال راهیسې چې د اسپانیې دکتاتور رهبر فرانسسکو فرانکو مړ شو او د ډموکراسۍ دور پیل شو، په ډېرو برخو لکه د پولیسو فعالیت، معارف او روغتیايي چارو کې خودمختاره و.