په مادرېد کې د هسپانیې مرکزي حکومت بلاخره د اپوزېسیون ډلو ملاتړ ترلاسه کړ او پرېکړه وشوه چې په کاتالونیا کې پارلمان لغو شي او د جنورۍ په میاشت کې نوي انتخابات وشي.
په کاتالونیا کې د ټاکنو هدف د موجود حکومت لغو کول، د نوي سیمه ییز حکومت جوړول او په دې ډول، د سیمې د خپلواکۍ لپاره د روانو سیاسي فشارونو کمول دي.
په هسپانیه کې د حکومت عمده اپوزېسیون، سوسیالیستانو نن ویل چې د هغو فوق العاده اقداماتو ملاتړ به وکړي چې په کاتالونیا کې د مرکزي حکومت د واکمنۍ د ټینګېدلو لپاره په پام کې نیول کېږي.
هسپاینه په اروپايي اتحادیه کې څلورم ستر اقتصادي قدرت بلل کېږي.
په کاتالونیا کې د خپلواکۍ لپاره پېل شوې مبارزې، د ایرو بیه ټيټه کړې او په اقتصادي مارکېټ کې یې بې ثباتي رامنځ ته کړې ده.
د هسپانیې صدراعظم مریانو رخوي چې د کاتالان سیمه ییز حکومت په مقابل کې یې د کلک سیاسي دریځ خپلولو لپاره د سوسیالیستانو ملاتړ ته اړتیا درلوده، سبا له خپلې کابینې سره غونډه کوي او پر کاتالونیا به د مادرېد د مستقیمې واکمنۍ پروسه پېل کړي.
په هسپانیه کې د ډیموکراسۍ په وروستیو څلورو لسیزو کې دا اول وار دی چې مادرېد د یوې خودمختارې سیمې د حکومت د نسکورولو لپاره اساسي قانون ته مراجعه کوي او د بیا انتخاباتو غږ کوي.
د رخوي حکومت به د اساسي قانون ۱۵۵ ماده برحاله کړي چې د هسپانیې مرکزي حکومت ته صلاحیت ورکوي چې که یوه سیمه له خپلو قانوني مسؤلیتونو سره سم چلند نه کوي، په مستقیم ډول یې تر امر لاندې کړي.
د هسپانیې حکومت باید د خپلو اقداماتو پرېکړه لیک د رأيې ګړي لپاره سنا ته واستوي.
د هسپانیې مرکزي حکومت د کاتالونیا د سیمه یېز حکومت مشر کارلس پوجدمونت ته پرون د ورځې ترپایه مهلت ورکړی و چې د خپلواکۍ له مبارزې تېر شي خو پوجدمونت ویلي چې که مادرېد فشارونو ته دوام ورکړي، د کاتالونیا سیمه یيز پارلمان به د خپلواکۍ لپاره رأیې ګیري وکړي.
په کاتالونیا کې د روان میلادي کال د اکټوبر په لومړۍ، د خپلواکۍ په اړه ټول پوښتنه وشوه.
د سیمې چارواکو وویل چې د رأیې ورکولو په شرایطو یوازې ۴۳ فیصده خلکو په ټولپوښتنه کې ګډون وکړ خو نوي فیصده ګډونوالو د خپلواکۍ اعلان ته مثبتې رأيې ورکړې دي.
د هسپانیې محکمو دا ټولپوښتنه غیرقانوني وبلله.
خو د کاتالونیا د سیمه یيز حکومت مشر، کارلس پوجدمونت وویل چې ټولپوښتنه یې قانوني او د پایلو منل یې الزامي دي.
اروپايي اتحادیې په دې مسئله کې له مداخلې ډډه کړې او ویلي يې دي چې دا د مادرېد او بارسلونا ترمنځ بحران دی چې په خپلو کې یې باید حل کړي.