د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا څومره د نجونو ژوند بدل کړی؟


  • د هېل

د هېل ورځپاڼې په افغانستان کې د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتېژۍ په اړه لیکنه کړې او په افغانستان کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشارې یې ویلي چې دې ستراتېژۍ چې په ترڅ کې یې افغانستان ته ۴۰۰۰ اضافي امریکايي سرتېري استول کېږي په وضعیت کوم مثبت بدلون نه‎دی راوستی.

لیکوال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر زیاتول ناکامه تجربه بولي چې د ده په وینا تر دې دمخه‌یې د وضعیت په ښه کېدو کې مهم اغېز نه‎دی کړی.

د هېل په خپله لیکنه کې همدارنګه د ولسمشر ټرمپ له‌خوا په وروستیو کې د طالبانو د مشرانو د په نښه کولو په برخه کې د افغان ځواکونو سره د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې همکارۍ ته په اجازه ورکولو هم انتقاد کړی او ویلي یې دي، د دې کار لپاره باید افغان امنیتي ځواکونه له نړیوالو ځواکونو سره دقیق استخباراتي معلومات شریک کړي.

خو، لیکوال د دقیقو استخباراتي معلوماتو د راټولولو او شریکولو په برخه کې د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه پوښتنې راپورته کړي.

په لیکنه کې ویل شوي د افغانستان په څېر سیمو کې د هېوادونو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شریکول کلیدي ارزښت لري.

  • هافېنګټن پوسټ

هافېنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په افغانستان کې د ښځو پر ژوند لیکنه کړې چې سرلیک‌یې دی په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا څومره د نجونو ژوند بدل کړی.

په لیکنه کې د انجلینا جولي له‌خوا جوړ شوي "نان اور" انیمیشن یا کارتوني فلم ته اشاره شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې د یوې افغانې ۱۱ کلنې پروانې کیسه کوي چې د پلار له بندي کېدو وروسته د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ ګټلو په خاطر د هلکانو جامې اغوندي.

افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا څومره د نجونو ژوند بدل کړی.

ورځپاڼه وايي، موږ باید له ځانه وپوښتو چې ایا په افغانستان کې د امریکا له ښکېلتیا وروسته په دې برخه کې څه بدل شوي؟

ورځپاڼه د خپلې همدې پوښتنې په ځواب کې په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو او نا امنیو ته اشاره کوي او زیاتوي د دې ټولو په شاتګونو سربېره افغانستان کې د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته د ښځو او نجونو لپاره پرمختګ شوی او دا باید ومنل شي.

خو، لیکنه ټینګار کوي چې په دې برخه کې لا هم ډېر کار پاتې دی.

هافېنګټن پوسټ وړاندې وايي:

کله چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د طالبانو نظام نسکور شو، نو په دې هېواد کې هېڅ نجلۍ ښوونځي ته نه تله، خو اوس په درې نجونو کې یوه‌یې زده‎کړې کوي.

د لیکنې په وینا سره دا چې په افغانستان کې د پوهنې په سیستم کې ګڼې ستونزې او نیمګړتیاوې شته، خو همدا له ستونزو ډک د پوهنې سیستم هم د دې هېواد یو لوی بریالیتوب دی.

لیکوال وايي، ان په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر اغېز لاندې دي هم خلک خپلې لوڼې د ګواښونو سربېره ښوونځیو ته استوي.

XS
SM
MD
LG