د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

کولمن، بویل او درې ماشومان یې له طالبانو څه ډول ازاد شوي؟


د پاکستان پوځ پرون جمعه د هغې کاناډایۍ امریکایۍ کورنۍ د خلاصون د عملیاتو په اړه جزیات ورکړل چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له خوا د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې او د پنځو تښتوونکو له وژل کېدو وروسته خوشې شوه.

د پاکستان د پوځ ویاند وايي چې پوځ د کاناډایۍ امریکایۍ کورنۍ د غړو د ژغورنې لپاره د عملیاتو پرمهال د ترورېستانو د موټر پر ټایرونو ډزې وکړې او هغو په پښو د تېښتې هڅه وکړه.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور
د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور

تورن جنرال اصف غفور نن جمعه له فرانس پرېس اژانس سره په خبرو کې د هغو عملیاتو جزیات بیان کړل چې په پای کې یې امریکایۍ کایتلن کولمن، د دې کاناډایي مېړه جوشوا بویل او درې ماشومان د طالبانو له اسارته وژغورل شول.

جنرال غفور وویل چې پوځ د دې کورنۍ د ژغورنې لپاره عملیات هغه مهال پیل کړل چې د امریکا استخباراتو د ډیورنډ کرښې له لارې قبایلي سیمو ته د نوموړې کورنۍ د انتقال خبر ورکړ.

د کرمې او شمالي وزیرستان اوسېدونکو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د کاناډایۍ امریکایۍ کورنۍ د ژغورنې له عملیاتو څو ورځې مخکې د امریکا بې پیلوټه الوتکو هلته الوتنې کولې.

جنرال غفور وړمه شپه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې د امریکا استخباراتو د چهارشنبې په ورځ د مازیګر په ۴ بجو پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړ چې برمته شوې کورنۍ پاکستان ته پر لاره ده.

نوموړي زیاته کړه چې پوځیانو د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ په همدې ورځ د ماښام په ۷ بجو عملیات وکړل او برمته شوې کورنۍ یې وژغورله.

فرانسپرس د یوې امنیتي سرچینې په حواله لیکي چې پوځیانو په پام کې لرل چې د برمته شوې کورنۍ موټر په کرمه ایجنسۍ کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې ودروي، خو وسله والو د موټر لاره بدله کړه او په کچه لارو ولاړل.

ژغورل شوې کاناډایۍ امریکایۍ کورنۍ
ژغورل شوې کاناډایۍ امریکایۍ کورنۍ

جنرال غفور پرون جمعه فرانسپرس ته په یوه مرکه کې وویل، پوځیانو غوښتل مشکوک موټر په قبایلي سیمو کې یو څو مایله مزل وکړي او بیا یې ودروي، خو وروسته له دې چې وسله والو د موټر له درولو انکار وکړ، پوځیانو یې د موټر ټایرونه وویشتل.

جنرال غفور وايي چې وسله والو برمته کورنۍ په موټر کې پرېښوده او په پښو یې د تېښتې هڅه وکړه، خو نوموړی زیاتوي چې سرتېرو نه غوښتل چې دا کسان د تېښتې په حال کې وولي، ځکه دا خطر و چې برمته شوي کسان زیانمن شي.

کایتلن او مېړه یې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په افغانستان کې وتښتول شول او درې واړه ماشومان یې د اسارت پرمهال وزېږېدل.

د فرانسپرس د راپور له مخې، دوی اوس له پاکستانه وتلي دي.

په همدې حال کې فرانسپرس خبري اژانس د یو شمېر امریکايي او کاناډایي چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي یاد شوي، د دې عملیاتو په اړه د پاکستاني چارواکو پر څرګندونو شک ښيي.

دوی د شمالي امریکا په ځینو رسنیو کې خپرو شویو راپورونو ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې د دې برمته کورنۍ خوشې کېدل تر ډېره یوې معاملې ته ورته دي.

په کابل کې یوې حکومتي سرچینې فرانسپرس اژانس ته ویلي، دوی په ۲۰۱۵ میلادي کال کې متحدوایالاتو او کاناډا ته خبر ورکړی و چې برمته کورنۍ قبایلي سیمو ته انتقال شوې ده.

د سرچینې په وینا، د دې معنا دا ده چې دا کورنۍ ډېر پخوا هم خوشې کېدای شوای، خو پاکستانیانو له امریکا سره ترینګلو اړیکو ته په پام سره غوره وګڼله چې دا اقدام اوس وکړي.

د طالبانو یوه جګپوړي قوماندان چې د فرانسپرس په راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی، هم د دې عملیاتو په اړه د پاکستان د پوځ توضیحات رد کړي او ویلي یې دي چې د ډیورنډ کرښې له دواړو غاړو پر پاکستان د فشارونو له زیاتېدو وروسته طالبانو برمته کورنۍ په خپله خوښه خوشې کړه.

پاکستان چې له مودو راهیسې د حقاني شبکې په څېر د ترورېستي ډلو په ملاتړ تورن دی، د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته له سخت فشار سره مخامخ دی چې د ترورېستي ډلو پرضد اقدام وکړي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپلو څرګندونو کې د دې کورنۍ تښتوونکي د حقاني شبکې چې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې د یوې څانګې په سترګه ورته کتل کېږي، اړوند وسله وال وبلل.

XS
SM
MD
LG