د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

ډونالد ټرمپ: ایران له طالبانو او نورو تروریستي ډلو نه ملاتړ کوي


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر پر ایران تور پورې کړ چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او د القاعده شبکې ملاتړ کوي.

ډونالد ټرمپ بېګا په ټلوېزیوني وینا کې چې تر ډېره حده د ایران لپاره د امریکا پر پالیسۍ متمرکزه وه، وویل چې په افغانستان کې د امریکا سل ګونو عسکر او ملکي مامورین د هغو وسله والو ډلو له لوري وژل شوي چې ایران یې ملاتړ کوي.

ټرمپ وویل چې د ایران دولت په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو مخکښ ملاتړ کونکی دی.

هغه تور پورې کړ چې ایران له القاعدې، وسله والو طالبانو او د هغه په وینا، له نورو تروریستي ډلو سره مرسته کوي.

ډونالد ټرمپ وویل:

"دا رژیم لاهم په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو مخکښ ملاتړ کونکی دی، القاعده، طالبانو، حماس، حزب الله او نورو تروریستي شبکو ته مرسته کوي، دا رژیم داسې مزایل جوړوي او ځای پرځای کوي چې امریکا ځواکونو او د امریکا شریکانو ته ګواښ پېښوي."

ایراني چارواکو تر دامهاله د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري د دې خبرو په ځواب کې غبرګون نه دی څرګند کړی.

پر ایران مخکې هم له وسله والو طالبانو د ملاتړ تور لګېدلی دی.

د فراه والي: ایران یو شمېر طالب مشرانو ته کورونه او امکانات برابر کړي

د فراه والي: له طالبانو نه د ایران د ملاتړ د مستند کېدو په اړه هڅې روانې دي
سرچینه: روسیه او ایران هڅه کوي څو طالبان پوځي تجهیز کړي

له دې وړاندې هم له طالبانو څخه د ایران پر ملاتړ راپورونه خپاره شوي.
له دې وړاندې هم له طالبانو څخه د ایران پر ملاتړ راپورونه خپاره شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن هم څو میاشتې مخکې وویل چې داسې شواهد لیدل شوي چې ایران د افغانستان په ځینو برخو کې د خپل نفوذ د پراختیا هڅې کوي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو لوی قوماندان، جنرال جان نېکلسن هم تېرکال له وسله والو طالبانو د ایران د ملاتړ په اړه خبرې کړې وې.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ بېګا وویل چې د امریکا سل ګونو پوځیان په افغانستان او عراق کې د هغو ډلو په حملو کې وژل شوي چې د ایران له لوري یې ملاتړ کېږي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ټپي شوی سرتېری.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ټپي شوی سرتېری.

ډونالد ټرمپ زیاته کړه:

"دې رژیم د سپټمبر د یوولسمې ترحملې وروسته، په لوړه کچه تروریستانو ته ځای ورکړ چې د اسامه بن لادن زوی هم په کې و، په عراق او افغانستان کې هغو ډلو چې ایران یې ملاتړ کوي د امریکا سل ګونو پوځیان ووژل."

د رپوټونو په حواله، د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې د امریکا تر دوه زره زیات عسکر وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې اوسمهال یوولس زره امریکايي عسکر په افغانستان کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG