د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۴

د اوکراین ولسمشر له اروپا هیله لري چې پر روسیې فشار ته دوام ورکړي


د اوکراین ولسمشر له اروپا هیله لري چې پر روسیې فشار ته دوام ورکړي.

د اوکراین ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپا د پارلمان له شورا څخه وغوښتل چې پر مسکو فشار کم نه‌کړي.

د اوکراین ولسمشر د اروپایي پارلمان له شورا هیله وکړه چې له روسیې سره جوړجاړی ونه‌کړي، ځکه چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی.

پټرو پوروشنکو زیاته کړه چې اوکراین په دوو جبهو کې په جګړه کې دی.

د اوکراین ولسمشر د اروپايي شورا پارلمان ته د وینا پر مهال.
د اوکراین ولسمشر د اروپايي شورا پارلمان ته د وینا پر مهال.

د ده په وینا یوه د پوځي تېري پر ضد جګړه ده او د خپلې خاورې راګرځول دي، بل لور ته د سختو او پېچلو اصلاحاتو پلي کول دي.

روسیې د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې د اوکراین کریمیا ټاپوزمه د خپلې خاورې برخه کړه، هلته‌یې ځواکونه واستول او ټولپوښتنه‌یې وکړه.

دغه ټولپوښتنه د نړۍ لسګونو هېوادونو غیر قانوني بللې ده.

روسیه همداراز د اوکراین په ختیځ کې له ۲۰۱۴ کال راپه دې‌خوا د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

له دغو بېلتون غوښتونکو سره د اوکراین د مرکزي حکومت د جګړې په ترڅ کې په تېرو اوو کلونو کې تر لس زره ډېر کسان وژل شوي دي.

د کریمیا نقشه
د کریمیا نقشه

پروشنکو د چهارشنبې په ورځ د اروپایي پارلمان شورا ته وویل، د کریمیا په ټاپو وزمه کې په سیستماتیک ډول د خلکو ځپل دوام لري چې دا سیمه‌یې د وېرې او ترهې په سیمه بدله کړې ده.

د اوکراین د ولسمشر په وینا په اشغال شوې کریمیا کې روسیه د شوروي اتحاد د زمانې په څېر خلک ځپي.

پروشنکو زیاته کړه چې په کریمیا کې که څوک له روسیې سره د یوځای کېدو مخالفت وکړي، هغه نیول کېږي، تعقیبېږي، وهل کېږي حتی اعدامېږي.

لوېدیځو هېوادونو او د بشري حقونو ډلو په کریمیا کې د هغو کسانو ځپل غندلي دي چې له روسیې سره د کریمیا له یوځای کېدو سره مخالفت کوي.

XS
SM
MD
LG