د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه


ده هیل:

ده هیل خپرونه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو د زیاتېدو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلانه وروسته امریکایي ځواکونو یوازې په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو او په عراق او سوریه کې د داعش د ډلې پر اهدافو ۷۵۱ بمونه غورځولي دي.

د خپرونې په وینا، له هغې مخکې په اګست میاشت کې د استعمال شویو ټولو ۵۰۳ بمونو نیمایي یې یوازې د هلمند پر سنګین ولسوالۍ غورځول شوي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د وروستیو احصایو له مخې ویل کېږي چې د ۲۰۱۷ کال د پیل راهیسې امریکایي ځواکونو ټول ۳۲۲۰ بمونه غورځولي چې هغه په وروستیو کلونو کې تر ټولو زیات بمونه دي چې امریکایي ځواکونه یې په جګړه کې کاروي.

نیوزویک:

نیوزویک مجلې هم پرهمدې موضوع په یوه لیکنه کې دې ته اشاره کړې چې په وروستیو کلونو کې یوازې اف ۱۶ جت الوتکو چې په بګرام هوایي ډګر کې ځای پرځای شوې وې، په دغو بمباریو کې ونډه درلوده خو واک ته د ډونالد ټرمپ له رسېدو په تېره بیا د هغه له لوري د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته بم غورځونکې بي ۵۲ الوتکې بیا فعالې شوې او په حملو کې ور څخه ګټه اخېستل پیل شوي، تر څو په افغانستان کې د امریکا د هوایي حملو وړتیا او اغېز لوړ کړي.

نیوزویک د امریکا د دفاع د وزیر جیمز مټېس هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي، سپینې ماڼۍ ورته صلاحیت ورکړی چې د افغانستان وضعیت ته په پام سره به خپله پرېکړه وکړي چې له پوځي ځواکونو څه ډول کار واخلي، څومره حملې ترسره کړي او په څه ډول د جګړې اصول او مقررات وټاکي.

مټېس دا هم ویلي چې ټول هغه وسله وال مخالفین چې د ناټو د الوتکو د رانسکورلو یا د افغانستان د حکومت د ړنګولو لپاره هلې ځلې کوي، تعقیب او له منځه به یې یوسي.

انډیپنډنټ:

برېتانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د افغانستان یوې بلې موضوع ته پام اړولی او لیکي، د روشن مخابراتي شرکت او د ویکي میډیا په نوم د شرکت ترمنځ چې ویکي پیدیا ته د خلکو لاس رسۍ برابروي، نوی شراکت به په افغانستان کې معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي ساحه ډېره پراخه کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، دغه نوی نوښت به چې د ویکي پیډیا زیرو په نوم یاد شوی، په همدې میاشت کې عملي شي.

دغه سیسټم به د ویب سایټ یوه بشپړه او عملي نسخه وي چې د انټرنټ کارونکو ته به د محتوا، پلټنې او لیکنې په برخو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

انډیپنډنټ لیکي، افغانستان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته چې انټرنټ یې د اخلاقو فاسده شبکه بلله، د لومړي ځل لپاره انټرنټي خدمتونه پیل کړل.

XS
SM
MD
LG