د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې د سې شنبې په ورځ پر روسیې د سختو بندیزونو غوښتنه وکړه.
دغې کمېټې د "ختیځ مشارکت" په نوم د هېوادونو د مشرانو له هغې غونډې مخکې چې ټاکل شوې، د نومبر پر ۲۴مه نېټه په بروکسل کې جوړه شي، یو لړ وړاندیزونه تصویب کړي دي.
په دې وړاندیزونو کې پر روسیې د سختو بندیزونو پر لګولو سربېره د ګرجستان، مالدوا او اوکراین په څېر د ختیځ مشارکت «E.A.P» له هېوادونو سره د اروپايي ټولنې د اړیکو پر نږدې کېدو ټینګار شوی دی.
دا وړاندیزونه الزامي بڼه نهلري او کېدای شي د اروپايي ټولنې د مشرانو لهخوا په نظر کې ونهنیول شي.
د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې غوښتي چې د ختیځ مشارکت «E.A.P» یا هغو هېوادونو لپاره دې چې اروپايي ټولنې سرهیې د مشارکت قراردادونه لاسلیک کړي، یو متبادل او اوږدمهال مېکانیزم جوړ شي، څو بالاخره هغوی ته د دې زمینه برابره کړي چې د اروپايي ټولنې د ګمرکونو، انرژۍ او ډیجیټل اتحادیو او شینګڼ زون سره یوځای شي.
ګرجستان، مالدوا او اوکراین هغه هېوادونه دي چې له اروپايي ټولنې سرهیې د مشارکت تړونونه لاسلیک کړي دي.
د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې همدارنګه وړاندیز کړی دی چې د اوکراین، ګرجستان او مالدوا لپاره دې، د ملاتړ یو صندوق رامنځته شي، څو په دغو هېوادونو کې په پانګونې تمرکز زیات شي.
همدارنګه په اوکراین کې یې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د مرسته کوونکو د یوه کنفرانس جوړېدل غوښتي، په ځانګړې توګه هغه بشري اړتیاوې چې له اوکراین څخه د روسیې لهخوا د کریمیا د ټاپووزمې د بېلونې او د دې هېواد په ختیځ کې له روس پلویو بېلتون غوښتونکو سره د شخړې له کبله زیاتې شوې دي.
روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له اوکراین څخه د کریمیا ټاپووزمه بېله کړه او له هماغه وخته د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ ته دوام ورکوي.
تر اوسه پورې د اوکراین د حکومتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکو ترمنځ جګړو کې شااوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.
د اروپايي ټولنې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کېمټې پر روسیې د سختو بندیزونو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د اروپايي ټولنې د یو لړ اقدامانو سربېره، تېرو کلونو کې په سیمه کې د مسکو پوځي حضور زیات شوی دی.