د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

عبدالله: له تېرې اوونۍ راهیسې له هند سره ۲۵۰ ميلیونه ډالره سوداګري شوې


د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، هندوستان ته د تېرې اوونۍ د سفر عملي پړاونه پیل او په دې لړ کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګه‌والو تر منځ ښې اړیکې جوړې شوې دي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ‌یې د وزیرانو له شورا مخکې خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې د تېرې اوونۍ راهیسې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د شااوخوا ۲۵۰ ميلیونه ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په هغو ورځو کې چې افغاني سوداګر په هندوستان کې پاتې شول، د هندي سوداګرو او پانګه‌والو سره د تعامل له مخې، د ۲۵۰ ميلیونه ډالرو په شااوخوا کې سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده."

ښاغلی عبدالله وايي چې افغان او هندي سوداګر د دا ډول اړیکو پراختیا ته لېوال دي او افغان حکومت په دې برخه کې د هر ډول امکاناتو د رامنځه کېدو هڅه کوي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره اوونۍ د کابل او ډېلي ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په خاطر، له شااوخوا ۲۰۰ سوداګرو او د کابینې له ځينو وزیرانو سره هندوستان ته تللی و.

اجرائیه رئیس د دغه هدف د تعقیب لپاره تېره ورځ په کابل کې د مېشت هندي سفیر سره هم وکتل او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوې لېوالتیا وستایل شوه.

یو شمېر افغان ملي سوداګر هم په اقتصادي برخه کې له هندوستان سره رامنځته شوې فضا ستايي، خو وايي چې افغان چارواکي باید وخت په وخت دا موضوع تعقیب کړي.

په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د رهبري هیئت غړي اعتبار خان ځدراڼ ازادي راډيو ته وویل چې هندي سوداګر هڅېدلي چې افغاني تولیدات واخلي، کوم چې هغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړوي.

​ښاغلي ځدراڼ وویل:

"دواړه هېوادونه دې ته لېوال دي چې اقتصادي اړیکې نورې هم غښتلې شي، زموږ حکومت باید په دې برخه کې نوره پاملرنه هم وکړي، تر څنګ‌یې د هغه نندارتون له مخې چې هلته جوړ شوی و، هندي سوداګر زموږ د مالونو رانیولو ته هڅېدلي او دوی لېوال دي چې زموږ توکي هلته واخلي."

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې درې میاشتې وړاندې د دواړو هېوادونو تر منځ له خنډونو پرته د ښې سوداګرۍ په خاطر هوايي دهلېز رامنځته شو.

له دې سره هندوستان لېوال دی، تر څو د چابهار بندر له جوړېدو سره افغانستان ته د خپلو صادراتو مناسبه لار پرانیزي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG