د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۲

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


واشنګټن پوسټ:

افغان ولسمشر او امریکایي جنرال ژمنه کوي چې پیاوړی کېدونکی هوایي ځواک به طالبان مات کړي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې د افغانستان هوایي ځواک ته د امریکایي بلک هاک الوتکو د لومړۍ جوپې د ورکولو په مراسمو کې د ولسمشراشرف غني او د امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نېکلسن وروستیو څرګندونو ته پام اړولی دی.

د واشنګټن پوسټ ورځپانې د افغانستان د چارو څېړونکې پامیله کانسټیبل لیکي، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړپوړي قوماندان جنرال جان نېکلسن د کندهار په هوایي ډګر کې په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې وویل، د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې د دې هېواد د هوایي ځواک د قدرت څپه په افق کې ښکاري او دا به د طالبانو د ختمېدو پیل وي.

د ورځپاڼې په وینا، د نېکلسن له دې څرګندونو شیبه وروسته چې افغان ولسمشر وینا کوله، دوهمه بلک هاک الوتکه د دې هوایي ډګر د رنوی پر کرښه کېناسته.

اشرف غني هم د افغانستان هوايي ځواک وستایه او هغه یې په دې ۱۶ کلنه جګړه کې یو ریښتینی اتل وباله.

افغان ولسمشر دغه راز وویل، اوس چې د افغانستان او امریکا د پوځي نویو هڅو په ترڅ کې د افغانستان د هوایي ځواک وړتیا درې برابره او د کمانډو ځواکونو دوه برابره زیاتېږي، ترهګر به دلته بریالي نشي.

واشنګټن پوسټ لیکي، دغه مراسم په کندهار هوایي ډګر کې د دې لپاره نیول شوي وو چې د افغانستان د هوايي ځواک د تشکیل د پراخېدو او د دغه ځواک د عصري کولو لپاره پنځه کلن پلان رسماً پرانیزي.

د دغه پلان له مخې، امریکا افغانستان ته د ۱۵۹ بلک هاک الوتکو په ګډون بېلابېلې الوتکې ورکوي او د هغوی لپاره پیلوټان، انجنیران او نور متخصصین روزي.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، د امریکا د هوایي ځواکونو د مشورتي ماموریت قوماندان بلک هاک او د امریکا د نورو پوځي الوتکو فزیکي حضور په دې هېواد کې له روانې جګړې د نړیوالو د ملاتړ نښه وبلله.

ټولې ۱۵۹ بلک هاک الوتکې افغانستان ته په تدریجې ډول ورکول کېږي او له یوازې شپږو به یې راتلونکی کال په دې هېواد کې افغان پیلوټان په بشپړه توګه کار اخلي.

امریکایي ډموکراټ ګزیټ:

امریکایي ډموکراټ ګزیټ خپرونه هم د امریکا له خوا د افغانستان د هوایي ځواک د پیاوړي کېدو په اړه، په یوه مطلب کې د افغانستان هوایي ځواک ته د بلک هاک الوتکو د لګښت په اړه لیکي، ټولې دغه الوتکې چې افغانستان ته ورکول کېږي، د امریکا د پوځي ډیپوګانو د اضافي وسایلو او تجهیزاتو په برخې پورې تړلي او مخکې له دې چې افغانستان ته واستول شي، هره یوه یې ترمیم او په نویو وسایلو سمبالېږي چې اټکل کېږي، د هرې یوې بیه به یې د ۷ او ۸ ميلیونو ډالرو ترمنځ وي.

XS
SM
MD
LG