د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

په افغانستان کې د ترورېزم پر پراختیا د ناټو اندېښنه


د ناټو یوه جګپوړي مقام ویلي دي چې ناټو په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړیوالو محاربوي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د ترورېزم له پراختیا څخه خورا زیاته اندېښنه لري.

د ناټو د پارلماني اسمبلې مشر پاولو الي Paolo Alliد جمعې په ورځ د رومانیا په پلازمېنه بخارست کې اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته وویل، هغه څه چې اوس په افغانستان کې پیښېږي له پامه نشو غورځولای ځکه وروسته له دې چې د ناټو محاربوي ځواکونه له افغانستانه ووتل موږ ولیدل چې تروریستي فعالیتونه هلته زیات شول او د دې هېواد پر ډېره برخه وسله والو طالبانو ولکه ټینګه کړه.

د ناټو د پارلماني اسمبلې مشر پاولو الي.
د ناټو د پارلماني اسمبلې مشر پاولو الي.

​د ناټو د پارلماني اسمبلې مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په ناټو کې د امریکا سفیرې کې بېلي هتچیسن د پنجشنبې په ورځ وویل واشنګټن له خپلو متحدانو څخه غواړي چې د زرو په شااوخوا کې اضافي ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو پرضد د جګړې ډګر ته واستوي.

د راپور له مخې مېرمن هتچیسن ویلي اضافي سرتېري به پر هغو درې زره امریکايي پوځیانو ورزیات شي چې د متحدوایالاتو د نوې پالیسۍ له مخې افغانستان ته د هغو د استولو پرېکړه شوې.

د ناټو یوه مقام پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې د امریکا د غوښتنې په اړه له تبصرې ډډه وکړه خو ویې ویل چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د چمتو کولو بهیر روان دی.

دې چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي زیاته کړه چې د اضافي سرتېرو وروستي ارقام به د روانې میاشتې په پای کې په یوه غونډه کې او په نوامبر میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې اعلان شي.

وروسته له دې چې ناټو په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورساوه او د امنیتي چارو مسؤلیت یې افغان ځواکونو ته وسپاره، د ناټو ځواکونه په افغانستان کې پاتې شول خو ماموریت یې د افغان ملي، دفاعي ځواکونو روزنې او هغو ته په سلامشورو ورکولو پورې محدود شو.

افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو په اړه وروستۍ پریکړه به د ناټو د غړو هېوادونو حکومتونه کوي.

XS
SM
MD
LG