د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۳۲

ناټو وايي په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پراختیا هوډ لري


ناټو وايي چې په افغانستان کې د پوځي ماموریت د پراختیا هوډ لري او په دې ترڅ کې پنځلسو هېوادونو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د خپلو ځواکونو د زیاتولو ژمنه کړې.

فرانس پرېس خبري اژانس پرون په یوه راپور کې وویل، په ناټو کې د امریکا نوي سفیر کې بېلي هُچیسن Kay Bailey Hutchison د ناټو له غړو هېوادونو غوښتي دي چې د طالبانو پرضد له عملیاتو سره د مرستې لپاره افغانستان ته د زرو په شاوخوا کې سرتېري واستوي.

د راپور له مخې ښاغلي هچیسن ویلي اضافي سرتېري به پر هغو درې زره امریکايي سرتېرو ورزیات شي چې د امریکا د نوې پالیسۍ له مخې افغانستان ته د هغو د استولو پرېکړه شوې.

د ناټو یوه چارواکي چې نه غواړي نوم یې یاد شي د ازادي راډیو د تماس په ځواب کې د امریکا د غوښتنې په اړه له تبصرې ډډه وکړه خو ویې ویل چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د چمتو کولو بهیر روان دی او زیاته یې کړه چې د اضافي سرتېرو وروستي ارقام به د دې میاشتې په پای کې په یوه غونډه کې او همداراز په نوامبر میاشت کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG