د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

افغانستان کې روغ پاتې شوى سرتېرى، په لاس وېګاس کې ووژل شو


يو امريکايي عسکر چې د افغانستان په جګړه کې روغ پاتې شوى و، د امريکا په لاس وېګاس کې د وروستۍ پېښې په نتيجه کې ووژل شو.

کرسټوفر رويبل «Christopher Roybal» چې ۱۱ مياشتې يې په افغانستان کې خدمت کړى و، د يکشنبې په شپه د نوادا د يوه اوسېدونکي د ډزو په نتيجه کې ووژل شو.

په دې شپه د ډزو په نتيجه کې چې د امريکا په معاصر تاريخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې، ګڼ کسان ووژل شول.

٢٨ کلن کرسټوفر رويبل ۱۱ مياشتې په افغانستان کې پوځي مأموريت ترسره کړى و او په هغو ٥٩ کسانو کې شامل دى چې د نوادا د يوه اوسېدونکي د ډزو په پېښه کې ووژل شو.

په دې پېښه کې ۵۹ تنه ووژل شول.

دى په لاس وېګاس ښار کې خپلې مور ته ورغلى و چې خپله کليزه ورسره ولمانځي.

د نوادا دغه اوسېدونکي د مندالې بې «Mandalay Bay» هوټل له ٣٢م منزل څخه د موسيقۍ پر يوه فسټيوال ډزې وکړې.

روېټرز خبري اژانس د امريکا د پوځ د اسنادو په حواله ليکلي چې ښاغلي رويبل له ٢٠٠٧ مېلادي تر ٢٠١٢ میلادي کاله پورې د امريکا د سمندري ځواکونو په ليکو کې خدمت کړى چې د ٢٠١١ میلادي کال له جولاى مياشتې د ٢٠١٢ میلادي کال تر مې مياشتې پورې يې په افغانستان کې وظيفه درلوده.

نوموړي په افغانسان کې کې هم دنده تر سره کوله.

د کرسټوفر رويبل مېرمن وايي، که څه هم افغانستان په روحي لحاظ د دې خاوند ځوراوه، خو رويبل ماجراغوښتونکى طبيعت درلود او کولاى يې شواى چې د ژوند خوښي ومومي.

ديکسي رويبل له خپل خاوند کريسټوفر سره لاس وېګاس ته نه‌وه تللې، بلکې په کاليفورنيا کې پاتې شوې وه.

په لاس وېګاس کې په ډله‌ييزه توګه پر خلکو د ډزو تر پېښې وروسته ديکسي رويبل ډېره هڅه وکړه، له خپل خاوند سره د ټیليفون يا هم پيغامونو له لارې تماس ونيسي، خو د هغه په مرګ د دوشنبې په ورځ خبره شوه.

په همدې لړ کې ماتيف اوسټين چې له کرسټوفر رويبل سره په ځوانۍ کې د امريکا په سمندري ځواکونو کې شامل شوى و، په خپل فېس‌بوک کې ليکلي، د خپل دوست په مړينه خواشينى شوى دى.

د کرسټوفر رويبل کورنۍ په پام کې لري، د ده جنازه کاليفورنيا ته انتقال کړي او په ١٩ ساعتونو کې په انټرنټ کې د هشټګ ګو فنډ مي (GoFundMe) په نوم د کمپاين په لړ کې نږدې ٢٤ زره ډالره بسپنه راټوله شوې ده.

XS
SM
MD
LG