د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۵۲

بولیس: په لاس ویګاس ښار کې په ډزو د یوه فیسټیوال ۵۰ ګډونوال وژل شوي


یوه وسله وال کس تېره شپه په لاس ویګاس ښار کې د موسیقۍ پر یوه فسټیوال ډزې وکړې، لږترلږه ۵۰ کسان یې ووژل او له دوو سوو زیات یې ټپیان کړل.

پولیس وايي چې برید کوونکي د یوه هوټل له ۳۲م پوړ څخه د دې فسټیوال پر ګډونوالو د څو دقیقو لپاره د ماشیندارې پرله پسې ډزې وکړې او وروسته خو خپله د پولیسو په ډزو ووژل شو.

راپورونه وايي چې له برید وروسته کله چې پولیسو د برید کوونکي د لمنځه وړلو هڅه کوله، زرګونه کسان له سیمې په تېښته شول.

د نیواډا ایالت د لاس ویګاس ښار د پولیسو مشر جو لومبارډو د مشکوک برید کوونکي نوم سټیفن پاډوک یاد کړی او ویلي یې دي چې ۶۴ کلن سپین پوستی او د لاس ویګاس اوسېدونکی دی، خو په دې اړه چې د برید علت څه و، تراوسه یې څه نه دي ویلي.

لومبارډو همداراز خبریالانو ته وویل، دی ګومان نه کوي چې پاډوک به له کومې وسله والې ډلې سره اړیکي لرلې.

نوموړي زیاته کړه، د هوټل له هغې خونې څخه چې پاډوک نیولې وه، پولیسو وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

پولیس همداراز وايي، په وژل شویو کسانو کې یو پولیس چې په رخصتۍ و، وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ دا پېښه یوه بوږنوونکې تراژیدي بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

پولیسو خبرداری ورکړی چې د تلفاتو شمېره ښايي لوړه شي، خو اوسني ارقام چې پولیس یې وايي، لومړني دي او د اټکل له مخې یې ورکړي، خو بیاهم په امریکا کې د وسلې په ډزو د وژنو تر ټولو خونړي دي، تېر کال په اورلانډو ښار کې په یوه کلپ کې ۴۹ کسان د یوه وسله وال په ډزو ووژل شول.

د لاس ویګاس نایټ کلپونه او قمارخانو ته له بېلابېلو هېوادونو څخه هرکال نېږدې ۳ نیم میلیونه کسان ورځي او تېره شپه په ۱۰ بجو چې ډزې کېدې، هم دا ځای له توریستانو ډک و.

XS
SM
MD
LG