د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۲۲

په تاجکستان کې یو لوړپوړی چارواکی د رشوت اخیستو پر مهال نیول شوی


په تاجکستان کې د اداري فساد پر ضد اداره وايي چې د دې هېواد د حکومت یو لوړپوړی چارواکی یې د ۴۹۰ زرو ډالرو د رشوت د اخیستو پر مهال نیولی دی.

دې ادارې پرون سې شنبه وویل چې د تاجکستان د اقتصادي پراختیا د وزارت د پانګونې رئیس عسکر نور علي‌زاده د سپټمبر په ۲۸مه هغه مهال ونیول شو چې په یو رستورانت کې یې څه کم نیم میلیون ډالره د رشوت په توګه اخیستل.

د تاجکستان د فساد ضد ادارې همدارنګه ویلي چې ۱۰ زره ډالر د نوموړي په کور کې هم ترلاسه شوي دي.

نور علي‌زاده د جلال‌الدین بلخي د سیمې له یوه اوسېدونکي څخه یو میلیون ډالر او یو درې اطاقه اپارتمان د رشوت په توګه غوښتي وو.

تاجکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د اپرېل د میاشتې راهیسې یې د هغو چارواکو خلاف چې په اداري فساد کې ښکېل دي، اقدامات زیات کړي دي.

د جولای په میاشت کې د تاجکستان سترې محکمې د فساد ضد د ادارې پخوانی مرستیال دولت خیرزاده او د سغد ولایت د ګمرک پخوانی مرستیال د مالي درغلیو په جرم، په ۱۰ نیم کاله بند محکوم کړل.

تېره میاشت هم په دې هېواد کې د فساد ضد ادارې یو لوړپوړی چارواکی په ۱۵ کاله بند محکوم شو.

XS
SM
MD
LG