د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

افغان معلول سرتېرو د کاناډا په «نه ماتېدونکو» سیالیو کې له ۳مډالونو ۲ وګټل


د افغانستان د ملي اردو ۷ معلول منسوبین په کاناډا کې د « نه ماتېدونکي» په نوم سیالیو نه له بریالیتوبونو سره هېواد ته ستانه شول.

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وايي، لکه څنګه چې د هېواد د ملي اردو منسوبین د د ښمنانو پر وړاندې د خاورې د ساتنې، ملي ارزښتونو، حکومت او د قانون له حاکمیته په مېړانه او بریالیتوب دفاع کوي، معلول منسوبین هم کولی شي، د هېواد د پرمختګ، فرهنګ، اقتصاد او ورزش په برخو کې لاسته راوړنې ولري.

طارق شاه بهرامي دا خبره د سې شنبې په ورځ د حامد کرزې په نړیوال هوايي ډګر کې، د کاناډا له ورزشي سیالیو نه د ملي اردو د اوو معلولو منسوبینو، د راستنېدنې د هرکلي په مراسمو کې وکړه.

طارق شاه بهرامي
طارق شاه بهرامي

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ د اردو اتلو معلولینو چې په ټورنتو ښار کې یې د معلولینو په سیالیو کې برخه اخیستې وه، نن ډک لاس هېواد ته راستانه شول، د خوښۍ خبره ده چې په دې سیالیو کې د اوولسو هېوادونو ۵۵۰ لوبغاړو ګډون کړی و او زموږ د ګران هېواد د اتل اردو اتل معلولین وتوانېدل چې د اتلوالۍ لقب واخلي."

دغه مسابقې دوې اوونۍ مخکې د کاناډا په ټورنټو ښار کې جوړې شوې وې چې د افغانستان د ملي اردو ۷ معلولو ورزشکارانو په کې ګډون کړی و.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې پاورلیفتنګ، رولینک او والېبال شامل وو.

یادو سیالیو درې مداله درلودل چې دوه یې افغانستان خپل کړي دي.

په دغه سیالیو کې محمد عیسې اکبري د سپینو زرو او نصیر احمد د برونزو مدال ترلاسه کړی دی.

محمد عیسې اکبري چې د دغو مسابقو په پاور لفتنګ کې یې مدال ګټلی له رسنیو سره په خبرو کې د هېواد پر معلولینو غږ وکړ چې د خپل توان سره سم کار وکړي او د ټولنې د اوږو بار نه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"نورو معلولینو ته مې دا پیغام دی چې مایوسه نه شي، د دوی هریو، هرکار کولی شي، که د جنګ په ‌ډګر کې یې بریالیتوبونه ترلاسه کړي په نور برخو او ورزش کې هم کولی شي چې لاسته راوړنې ولري."

افغانستان سره له دې چې اوس لا هم په جنګ کې ښکېل هېواد دی، خو چارواکي یې د اقتصاد، فرهنګ سوداګرۍ، ترانزیټ او ورزش په برخو کې د پرمختګونو خبرې کوي.

د افغانستان د ورزشي بنسټونو مسؤلین وايي، دغه هېواد په وروستیو څو کلونو کې، د کرکټ، فوټبال او د ورزش په ځینو نورو برخو کې، د سیمې او نړۍ په کچه، ښې لاسته راوړنې درلودې.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG