د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

کاناډا کې د انوېکټوس لوبو لپاره ۷ افغان معلول سرتیرو برخه اخیستې


د بریتانوي شاهزاده هري له‎خوا په جوړو شوېو سياليو کې هغه سرتيري برخه اخلي چې د دندې پر مهال ټپيان شوي وي.

دا سيالۍ سږ کال په کاناډا کې کېږي او د افغانستان په شمول د ۱۷ هېوادونو معلول سرتېري ګډون په‎کې کوي.

له افغانستانه ۷ افغان سرتيري په دغو سيالیو کې ګډون کوي.

دوی به د ۱۷ بېلابېلو هېوادونو له سرتېرو سره په دغو سيالیو کې برخه اخلي.

دا لوبې پارالمپيک نړیوالو سياليو ته ورته دي چې د معلولينو لپاره ځانګړي وي.

په افغانستان کې له ګڼ شمېر معلولو سرتېرو څخه يوازې ۷ انتخاب شوي دي.

افغانستان د لومړي دغو سياليو ته د لومړي ځل لپاره دومره کسان لېږلي دي.

دا سيالۍ انويکټوس "Invictus" نومېږي او درې کاله مخکې د بریتانیې د شاهزاده هري له‎خوا جوړې شوي.

شاهزاده هري د بریتانوي ځواکونو د افسر په توګه دوه ځلي په افغانستان کې ګومارل شوی.

د انويکټس مانا په لاتيني ژبه کې نه فتح کېدونکی دی او د معلولو سرتېرو د سمبول په توګه کارېږي چې دوی په جګړو کې ټپيان شوي وي او د لوبو له لارې پر خپل ذهني ټکان بريا موندلای شي.

نثاراحمد له هغو افغان سرتېرو څخه دی چې سږ کال په انويکټس سيالیو کې ګډون کوي.

ده کاناډا ته تر سفر مخکې رويټرز خبري اژانس ته ويلي:

"زه ډېر خوشاله يم چې له خپلو ملګرو سره کاناډا ته روان يم. موږ هيله لرو چې هلته سيالۍ وګټو او د افغانستان بیرغ په ټوله نړۍ کې لوړ کړو. "

د امریکا لومړۍ مېرمن میلانيا ټرمپ د یوه پلاوي په مشرۍ د انويکټس سياليو په پرانېسټ غونډه کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ کاناډا ته ورسېده.

دې له شاهزاده هري او د کاناډا له صدراعظم جسټن ټروډو سره وکتل.

دې امریکايي سرتېرو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ او ويې ويل چې له امریکايي سرتېرو او د هغوی له کورنۍ مننه کوي چې د امریکايانو د خوندي ساتلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

انويکټوس سيالۍ لومړی ځل د امریکا په اورلانډو کې په ۲۰۱۴ میلادي او دوهم ځل په فلوريډا ايالت کې په ۲۰۱۶میلادي کال کې وشوې.

تر ۵۵۰ زيات لوبغاړي په دغو سياليو کې د کاناډا په ټورانټو کې ګډون کوي.

سيالي د روانې سېپټمبر مياشتې له ۲۳مې څخه تر ۳۰مې پورې دوام کوي.

په دغو سياليو کې غشي ويشل، سپورټ، کښتۍ چلول، د چوکۍ باسکټبال، ټېنس، رګبي، وزن پورته کول او والي بال شامل دي.

XS
SM
MD
LG