د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

افغان معلول لوبغاړی په کاناډا کې په "ماتې نه مننوکي"سیالیو کې ګډون کوي


د افغانستان د ملي اردو یوولس معلول ورزشکاران، د نړۍ د اوولس هېوادونو له ورزشکارانو سره، د سیالیو په هدف کاناډا ته ځي.

دغه ورزشکاران ډاډ ورکوي چې له کاناډا څخه به ډک لاس هېواد ته راستانه شي.

له دغو ورزشکارانو څخه مطیع الله چې اته کاله مخکې یې د ماین په یوې چاودنه کې دواړه پښې پرې شوي وايي، د دولت وسله وال مخالفینن دې پوه شي چې افغان امنیتي ځواکونه به په هرحالت کې، د هېواد دفاع وکړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې شااوخوا اته کاله مخکې کله چې له ګزمې څخه قرارګاه ته روان و، د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې یې، دواړه پښې پرې شوې.

دغه سرتېری چې د خپلې مېرمن او دوو بچیانو سرپرستي کوي وايي، دغې چاودنې نه ولړزاوه او نه یې له سترګو اوښکې توی شوې.

افغان معلول سرتېري
افغان معلول سرتېري

ده وویل اوس ځان له پخوا څخه پیاوړی احساسوي ځکه دده په خبره، پخوا یې له وسلې سره د جنګ په ډګر کې مبارزه کوله او اوس د ورزش په نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي:

"موږ هیڅکله ماته نه منو ، که موږ پښې نه لرو او و مو نه شول کړای چې له وسلې سره وجنګېږو، اوس کولی شو د ورزش له لارې مبارزه وکړو، د افغانستان دښمنان دې دا په یاد ولري چې هېڅکله نه شي کولی، د افغانستان خلک او امنیتي ځواکونه سره بېل کړي."

ماته نه مننوکي د هغو سیالیو نوم دی چې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د اردو معلول سرتېري په کې، ورزشي مسابقې کوي.

د دغو سیالیو دریم پړاو د روانې میلادي میاشتې په ۲۳مه، د اوولسو هېوادونو د ۵۵۰ ورزشکارانو په ګډون په کاناډا کې پیلېږي او د اکتوبر تر څلورمې به دوام وکړي.

د افغانستان په استازیتوب په دغو سیالیو کې یوولس سرتېري ګډون کوي.

د ملي اردو د تعلیمي مرکز مسؤلینو، د دغو معلولینو په ویاړ د شنبې په ورځ د یاد مرکز په تالار کې، د افغان سندر غاړې اریانا سعید په ګډون، یوه ناسته جوړه کړې وه.

د افغانستان د ملي اردو د معلولو ورزشکارانو د ټیم مشر احمد شاه وايي، دا چې دوی له شپږو میاشتو راهیسې تمرینونه کړي، کابل ته به ډک لاس راستانه شي:

"زموږ ټیم د جوزا له لومړۍ راهیسې په ښو امکاناتو د کابل په تعلیمي مرکز کې تمرینونه کړي او ډاډ ورکوم چې له کاناډا نه به له ښولاسته راوړنو سره، راستانه شو."

په دغو سیالیو کې د ورزش ۱۲ څانګې شاملې دي او ټاکل شوې چې د ملي اردو معلول ورزشکاران به، د ناستې والیبال، کشتۍ چلولو او پاورلیفټینګ په برخو کې په سیالیو کې، برخه واخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG