د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۴

خبرونه

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت: افغان پوځ په "ډېر ویاړ"جګړه مخته وړي

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، افغان پوځ په "ډېر ویاړ" جګړه مخته وړي.

د دغه ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن پرون د افغان پوځ له یو شمېر معلولو لوبغاړو سره په لیدنه کې وویل چې افغان سرتېرو خپل امتحان ورکړی او ترې بریالي وتلي دي.

هغه د ټولو سرتیرو مېړانه وستایله.

تمه ده، د افغان پوځ د معلولو لوبغاړو ټیم د "ماتې نه مننونکو" په نړیوالو لوبو کې چې راتلونکې میاشت په کاناډا کې ترسره کېږي برخه واخلي.

په افغانستان سربېره د شپاړسو هېوادونو معلول پوځي لوبغاړي په دې لوبو کې ګډون کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د طالبانو د احصایې او معلوماتو عمومي اداره: تراوسه نژدې اتلس ملیونه بریښنایي تذکرې ویشل شوې دي

د طالبانو ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي چې په افغانستان کې د بریښنایي تذکرو یا پیژندپاڼو د ویش له پیلیدو راهیسې نژدې اتلس ملیونه پیژندپاڼې هیوادوالو ته ویشل شوې دي.

د دغې ادارې په وینا یوازې د روان ۱۴۰۵ کال په لومړیو درې میاشتو کې څه باندې ۳۸۱ زره کسانو ته بریښنایي پیژندپاڼې ویشل شوي چې څه باندې ۲۷۹ زره یې د نارینه وواو څه باندې ۱۰۲ زره یې د ښځینه وو لپاره وې.

دې ادارې ویلي چې ترټولو ډیرې بریښنایي تذکرې په کابل کې ویشل شوې دي. د دې ادارې په خبره په ټول افغانستان کې د بریښنایي تذکرو د ویش ۸۷ مرکزونه فعال دي.

د افغانستان د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر په رسمي توګه د ۲۰۱۸ کال د مې میاشتې په لومړیو کې په کابل کې پيل شو، چې وروسته د هیواد نورو ولایتونو ته وغځید.

قزاقستان وایي، په کابل کې د سوداګریز فورم په ترڅ کې د شاوخوا ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه او قراردادونه لاسلیک شوي دي

د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت وایي چې په کابل کې د قزاقستان او افغانستان د درې ورځني سوداګریز فورم په ترڅ کې د شاوخوا ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه او قراردادونه لاسلیک شوي دي.

د قزاقستان د رسنیو د راپورونو له مخې دغه تړونونه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۲۱مې څخه تر ۲۲مې نېټې پورې کابل ته د قزاقستان د سوداګریز او اقتصادي پلاوي چې مشري یې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین کوله، د سفر پر مهال لاسلیک شول. د دې وزارت په خبره د افغانستان او قزاقستان په سوداګرۍ فورم کې له ۵۰ څخه ډېرو قزاقستاني شرکتونو او افغان سوداګریزو شرکتونو او تر ۳۰۰ ډېرو استازیو ګډون کړی و. په دې فورم کې ډیرو هغو شرکتونو ګډون کړی و چې د کرڼې، صنعت، خوراک، نساجۍ، کیمیاوي او درمل جوړونې سکتورونو کې فعالیت کوي."

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دې مخکې ویلي وو چې له قزاقستاني لوري سره قراردادونه د درملو، غنمو، اوړو، غوړو، تازه او وچو مېوو، سبزیجاتو، کچالو او بانکي خدماتو په برخو کې شوي دي.

چارواکو ویلي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري نژدې دوه برابره شوې او دواړه لوري هڅه کوي چې کلنۍ سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

بروکسل ته د طالبانو د حکومتي پلاوي سفر پای ته ورسید

بروکسل ته د طالبانو د حکومتي پلاوي سفر پای ته ورسید.

د دغه پلاوي یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،" خبرې رغوونکې وې او هیله شته چې مثبت پرمختګ وشي".

اروپايي کمیسیون نن سه شنبې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د طالبانو د حکومت د پنځه کسیز پلاوی کوربه و.

اروپايي چارواکو دغه طالب پلاوي سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کولې.

اروپايي ټولنه وايي، هغه افغان کډوال ستنوي چې په جرمونو کې ښکیل دي او اروپايي هېوادونو ته خطر پېښوي.

د طالب پلاوی مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.

قهار بلخي په یو بیان کې ویلي،" په اروپايي ټولنه کې د کونسلي چارو له سره پیلول او د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کول د خبرو اترو برخه وه".

د راپورونو له مخې د جرمني حکومت د طالبانو د حکومت لخوا د شپږو نورو دیپلوماتانو پر منلو هم هوکړه کړې ده.

اروپا ته د دغه پنځه کسیز پلاوي راتګ د بشري حقونو د ملاتړو پراخ غبرګونونه پارولي او دوی ټینګار کوي چې اروپا باید افغانستان ته کډوال ستانه نه کړي.

د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوی بروکسل ته ورسید

د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوی بروکسل ته ورسید.

یوې باخبره سرچینې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،" دغه پلاوی نن سه شنبې بروکسل ته ورسید او افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه به د اروپايي کمیسیون له چارواکو سره خبرې وکړي".

د پلاوی مشري د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قهاربلخي کوي.

اروپايي چارواکو تایید کړې چې دغې پلاوي ته بلجیم هېواد یو ورځینۍ ویزې ورکړي.

اروپايي ټولنې ویلي، هغه افغان کډوال چې په جرمونو کې ښکیل دي بیرته افغانستان ته ستنوي.

ریچارډ بېنیټ له اروپايي ټولنې غوښتي چې افغان کډوال د افغانستان خطرناکو شرایطو ته ستانه نه کړي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ریچارډ بېنیټ پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې افغان کډوال افغانستان ته ستانه نه کړي.

هغه نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" شکنجه او ناوړه چلند په افغانستان کې جدي خطر دی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی تضمین دغه خطر رفعه کولی نشی، زه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غواړم چې افغانان خطرناکو شرایطو ته ونه لیږي".

تمه ده نن د طالبانو د حکومت یو پنځه کسیز پلاوی اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه د خبرو اترو په موخه بروکسل ته ورسیږي.

اروپايي ټولنه وايي، هغه زرګونه افغانان چې جرمي دوسیې لري او یا یې هم د پناغوښتنې شرطونه نه دي پوره کړي، افغانستان ته ډیپورتوي.

د سویس د مذاکراتو پای؛ ایران او امریکا د کاري ډلو په جوړیدو هوکړه کړې

په سویس کې د ایران او امریکا تخنیکي خبرې اترې پایته ورسیدې.

د ایران دولتي رسنیو نن سه شنبې راپور ورکړی چې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د ایران د اټومي پروګرام او پر دې هېواد د بندیزونو د پای ته رسولو په اړه کاري ډلې جوړې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي وايي،" د دوشنبې د ورځې په خبرو کې هوکړه وشوه چې د تهران او واشنګټن مذاکراتي ټیم به څلور کاري ډلې جوړوي".

د هغه په ټکو،" پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو، اټومي پروګرام، د ایران بیارغونه او اقتصادي وده او د څار کاري ډلو په جوړیدو هوکړه شوې ده".

غریب ابادي وړاندې وویل، "دغه کاري ډله د مذاکراتو د دوام مسولیت هم لري".

د قطر او پاکستان په منځګړیتوب وړمه ورځ په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي خبرې اترې پیل شوې.

دا خبرې اترې وروسته له هغې وشوې چې امریکا او ایران د تیرې جمعې په ورځ د ۶۰ ورځو لپاره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو د حکومت پلاوی نن سه شنبه بروکسل ته رسیږي

د جرمني او اروپايي ټولنې بیرغونه
د جرمني او اروپايي ټولنې بیرغونه

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوي ته يې ویزې ورکړي .

رویترز خبري اژانس پرون دوشنبې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت په حواله ولیکل،"دا ویزې د جغرافیوي او زماني اړخه محدود اعتبار لري".

د معلومات له مخې، طالب پلاوی په دې ویزو یوازې د یوې ورځې لپاره بلجیم ته سفر کولی شي.

که څه هم د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي دلایلو له کبله د طالب پلاوی د راتګ دقیقه نېټه یاده کړې نه ده، خو د اروپايي ټولنې دوو چارواکو رویترز ته تایید کړې چې دغه پلاوی نن سه شنبې بروکسل ته رسیږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرچینو پرون ازادي راډیو ته د پلاوي سفر تایید کړ او وې ویل چې د پنځه کسیز پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالب پلاوی سره مستقمې خبرې او کوربتوب یې کوي.

د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرت پرون وویل،" اروپايي هېوادونه هغه افغان کډوال چې په جرمونو کې ښکیل دي او د اروپايي ټولنې لپاره خطر دي افغانستان ته ستنوي".

اروپايي ټولنې تیره میاشت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو په موخه يې یو پلاوی بروکسل ته رابللی دی.

ایران او امریکا د مذاکراتو د څارنې لپاره یوه ستره کمیټه جوړوي

(له کیڼ اړخ ) دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسشمر جې ډي ونس ، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او دقطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثانی،
(له کیڼ اړخ ) دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسشمر جې ډي ونس ، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او دقطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثانی،

ایران او امریکا په خپل مینځ کې د سیاسي مذاکراتو د بهیر دڅارنې لپاره د«یوې سترې کمیټې» په جوړولو موافقه وکړه.

قطر او پاکستان چې د واشنګټن او تهران ترمینځ د خبرو مینځګړیتوب کوي دا خبرد دوشنبې په ورځ اعلان کړ.

د یادو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «لوړرتبه مرکچیان به په منظمه توګه دغې کمیټې ته رپوټ ورکوي او مسئولې کاري ډلې به د اټومي مسایلو ، د بندیزونو او دغه راز د اختلافاتو د حل او دڅارنې ډلې ته لارښوونې کوي ترڅو د تفاهم لیک اغیزناک تطبیق او نورمسایل تضمین شي».

د رپوټ په اساس، سترې کمیټې په عین حال کې «په شپیتو ورځو کې نهايي توافق ته رسیدلو لپاره د تګلارې په یوې نقشې موافقه کړې ؛هغه نقشه چې د تخنیکي خبرو دسملاسي پیل لپاره زمینه برابروي».

منځګړي هیوادونه زیاتوي چې ایران او متحدو ایالاتو ددې لپاره چې د هرمز ستراتیژیک تنګی پرانیستی پاته او لبنان کې نښتې ختمې کړای شي داهم سره منلې چې خپل مینځ کې د مستقیم ارتباط کرښې ایجاد کړي.

ماهرنګ بلوچ په عمري بند محکومه شوه

د «بلوچ د یووالي کمېټې» مشره ماهرنګ بلوچ
د «بلوچ د یووالي کمېټې» مشره ماهرنګ بلوچ

پاکستاني رسنۍ رپوټ ورکوي چې ، د «بلوچ د یووالي کمېټې» مشره ماهرنګ بلوچ ، او صبغت‌الله شاهجي، د دې ډلې بل مشر، د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا په عمري بند محکوم شوي دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» راپور ورکړی چې دغه بلوچ مشران د ۲۰۲۴ کال په اعتراضونو کې د امنیتي ځواک د یوه غړي د وژل کېدو په تړاو محکوم شوي دي.

دغه اعتراضونه د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د بلوچ فعالانو په وژل کېدو د اعتراض لپاره ترسره شوي وو.

د پاکستان حکومت هغه مهال د دغو اعتراضونو مخه نیولې وه، چې له امله یې د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی رامنځته شو چې نتیجه کې یې دواړو لوریو هم اعتراض کوونکو او هم د پاکستان امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

طالبانو ۲۰ کسه د لنډې ږیرې له امله نیولي

هرات کې د طالبانو لخوا د تالاشي یو چیک پایڼټ ، ارشیف
هرات کې د طالبانو لخوا د تالاشي یو چیک پایڼټ ، ارشیف

د مرستندویه ادارو سرچینو دفرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د هرات ولایت د اسلام‌ قلعه پولې ته نږدې شاوخوا ۲۰ نارینه مرستندوی کارکوونکي د ږیرو د لنډوالي له امله نیولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان چې د ملګرو ملتونو له ادارو سره همکارو سازمانونو کې یې کار کاوه، د جوزا په ۳۰مه، د شنبې په ورځ نیول شوي وو.

دغه اژانس د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د یوې داخلي خبرپاڼې په حواله ویلي چې ځینې نیول شوي کسان هماغه ورځ خوشې شول او نور یې په بله ورځ ازاد کړل شول.

په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤل ضیاءالدین طیب فرانسې خبري اژانس ته د مرستندویه کارکوونکو د نیولو موضوع رد کړې، خو ویلي یې دي چې د دولتي ادارو پنځه کارکوونکي د لنډې ږیرې له امله نیول شوي وو.

افغانستان کې واک ته له ستنیدو وروسته، طالبانو د ښځو او نارینه‌ وو پر وړاندې د نورو محدودیتونو ترڅنګ، په ځینو مواردو کې نارینه د ږیرې له خریلو یا لنډولو منع کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG