د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۱:۳۵

امریکا ایران د انساني قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلی هېواد ګڼي


د امریکا متحده ایالتونه وايي، د انسانانو د قاچاق په مخنیوي کې د پاتې راغلو هېوادونو په لېست کې ایران ورزیاتوي.

امريکا په عين حال کې پر روسیې چې په دې لېست کې شامله ده، محدودیتونه زيات کړي دي.

سپینې ماڼۍ پرون شنبه وویل، د ایران تر څنګ وینزویلا او څلور افریقايي هېوادونه به د امریکا په دغه لېست کې شامل شي.

دا څلور افريقايي هېوادونه، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، استوايي ګینې، جنوبي سوډان او سوډان دي.

ځيني نور هېوادونه چې له پخوا د امریکا په دغه لېست کې یې نومونه شامل وو، لکه روسيه، شمالي کوریا، اریتیریا او سوریه به له امریکا سره د کلتوري او تعلیمي تبادلو د پروګرامونو په برخه کې له محدوديتونو سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG