د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د ارزګان د چورې ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنې


د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو له تېرې شپې راهیسي د چورۍ ولسوالۍ پر مرکز له درېیو لوریو ډله ييز بریدونه پیل کړي او ځانونه يې د ولسوالۍ د بازار ترڅنډو رسولي دي.

د ارزګان د ولایتي شورا غړی او د چورۍ ولسوالۍ اوسېدونکی حیات الله فضلي د شنبي په ورځ له یادې ولسوالۍ څخه د ټلیفون پر کرښه ازادي راډيو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو سره د شپې تر دوو بجو پوري سخته جګړه وکړه خو وروسته له دوو بجو وسله والو طالبان په دې وتوانېده چې د ولسوالۍ په شمال خیتځه برخه کې د بازار څنډو ته ځانونه ورسوي.

نوموړی وايي، په یاده ولسوالۍ کې لا اوس هم درنه جګړه روان ده او که چېري اضافي سرتېري او هوايي ځواک ونه رسېږي نو ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو لاسته ولوېږي.

ښاغلي فضلي وویل:

"وسله والو طالبانو د شپې له ۱۱ بجو څخه پر ولسوالۍ بریدونه پیل کړه له درېیو استقامتونو، لکه ختیځ،شمال او جنوب لوري څخه، وروسته له دوه بجو څخه وسله وال طالبان د یادې ولسوالۍ د بازار ځنډو ته ځانونه ورسول او اوس هم د ولسوالۍ د بازار په څنډو کې په یوه هوټل او عمومي لېسه کې طالبان دي او د ولسوالۍ پرمرکز بریدونه کوي."

نوموړی وايي، په روان جګړه کي دواړو لورو ته درنه مرګه ژوبله اوښتې خو وايي چې کره شمېر یې نه دی معلوم.

فضلي: افغان ځواکونو سخت مقاومت کړی.
فضلي: افغان ځواکونو سخت مقاومت کړی.

د چورۍ ولسوال امین الله خالقي هم دامني خو وايي چې تر دامهال افغان امنیتي ځواکونو له ولسوالۍ څخه دفاع کړې، خو په خبره یې که له دې وروسته ورته مهمات او هوايي ځواک ونه سېږي ولسوالي به د طالبانو لاسته ولوېږي.

نوموړی وايي، په روانه جګړه کې تر دامهاله ۲وسله وال طالبان او یو سرتېری وژل شوي او دوه طالبان او دوه افغان سرتېري ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي خالقي وویل:

"موږ د ولایتي شورا د مسؤلینو خبرې تائیدوو، هو زموږ افغان سرتېرو له تېرې شپې راهیسې تر دامهاله د وسله والو طالبانو سره پوره مقاومت کړی، خو که چېري ولایتي اداره ولسوالۍ ته پام ونه کړي ولسوالي به د وسله والو طالبانو لاسته ولوېږي."

د ارزګان ولایتي اداره بیا د ولسوال او ولایتي شورا د مسؤلینو دا خبرې ردوي چې ګنې یاده ولسوالي دي وسله والو طالبانو محاصره کړې وي.

امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صدیقي وايي چې دا ډول جګړې هره شپه روانې وي او په خبره يې چې یادې ولسوالۍ ته يې مهمات استولي خو هوايي ځواک او ضافي سرتېرو استولو ته هېڅ اړ تیا هم نشته.

رحمت الله صدیقي
رحمت الله صدیقي

ښاغلي صدیقي وویل:

"پر چوره ولسوالۍ وسله والو طالبانو تېره شپه بریدونه کړي خو محاصره کړې نه ده، ځکه دغه ډول جګړه په ارزګان ولایت کې هره شپه وي او هر وخت وي، موږ دا په کلکه ردو چې ولسوالي محاصرده، ځکه هلته اوس هم زموږ سرتېري موجود دي."

د یادونې وړده چې نه یوازې داچې د دغه ولایت ولسوالي وسله والو طالبانو محاصره کړې بلکې مرکز ترینکوټ ښار هم وسله والو طالبانو محاصره کړی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG