د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

د ارزګان والي: په ارزګان کې سلګونه سرتېري له ۱۰ میاشتنۍ محاصرې وژغورل شول


د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د «خنجر ۷» په نوم پیل شویو پوځي عملیاتو ښه پایله ورکړې او د سلګونه سرتېرو ژوند يې ژغورلی دی.

د دغه ولایت والي محمد نذیر خروټي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې د «خنجر ۷» په نوم عملیاتو کې يې وسله‌وال طالبان سخت ځپلي او ګڼې سیمې يې ورڅخه نیولې دي.

نوموړی وايي چې د یادو عملیاتو پر مهال د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند مهراباد سیمه کې د ملي اردو ګڼ شمېر سرتېري چې له تېرو لسو میاشتو راهیسې محاصره وو، تېره ورځ ماسپښين مهال د ملي اردو ځواکونه په دې توانېدلي چې هغوی ته لاره خلاصه کړي او د اړتیا وړ توکي ورورسوي او په خبره‌يې چې تر دې وړاندې یادو سرتېرو ته مهمات او د اړتیا وړ توکي د هوا له لارې په ډېره ستونزمنه توګه رسېدل.

ښاغلی خروټی وايي:

"تاسو خبر یاست چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې چې کله د خنجر ۷ په نوم عملیات پیل شوي، وسله‌والو طالبانو خپل زیات شمېر سیمې پرېښي او په دغه عملیاتو کې مو ډېر ووژل او یو شمېر هغه سیمې مو هم ورڅخه ونیولې چې زموږ لپاره مهمې وې."

ښاغلي خروټي همدارنګه وویل چې په دغو عملیاتو کې یې تر یوه کال وروسته د دغه ولایت چورې ولسوالۍ ته یو نظامي کاروان رسولی او په دغې ولسوالۍ کې مېشتو افغان سرتېرو ته‌يې د اړتیا وړ توکي او مهمات رسولي دي.

نوموړی وايي، دغه کاروان پر یوه فرعي لاره یادې ولسوالۍ ته تللی او په خبره‌یې چې د دغې ولسوالۍ عمومي لاره لاهم د وسله‌والو طالبانو په لاس کې ده.

دی وايي:

د ارزګان والي محمد نذیر خروټی.
د ارزګان والي محمد نذیر خروټی.

"په دغو عملیاتو کې موږ چورې ولسوالۍ ته هم یو کاروان رسولی دی او دغې ولسوالۍ ته مو د اړتیا وړ توکې هم استولي دي او دغې ولسوالۍ ته مو اکملات وکړه."

خروټي همداراز وویل چې دغه عملیات ځکه د نورو عملیاتو په پرتله بريالي دي چې په خبره‌يې له کندهاره ورته اضافي سرتېري ورغلي او نوې تګلارې یې په‌کې رانغښتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسؤلینو په خبره د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته غځېدلې لارې د تېرو لسو میاشتو راهیسې د وسله‌والو طالبانو تر محاصرې لاندې او لارې يې له مرکز ترینکوټ سره هم د وسله‌والو طالبانو له لوري د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د ولایتي شورا مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د «خنجر ۷» په نوم عملیات نمایشي بڼه لري.

د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال نور محمد حقمل ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت امنیتي وضعیت لاهم له ګواښ سره مخ دی او افغان چارواکي نه‌دي توانېدلي چې وسله‌وال طالبان د ترینکوټ ښار له څنډو څخه پر شا کړي.

نور محمد حقمل
نور محمد حقمل

ښاغلي حقمل زیاته کړه:

"زموږ افغان امنیتي ځواکونه یوازې د نامه لپاره عملیات کوي یعني یوازې پر دښتو باندې عملیات کوي، وطن ټول د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې دی، تاسې وګورئ د ولایت مقام په ۲ کېلو مترۍ کې وسله‌وال طالبان شتون لري او دوی ۱۰ کېلو متره لیرې عملیات کوي."

ښاغلی حقمل وايي، په دغه ولایت کې ځکه افغان امنیتي ځواکونه پرمختګ نه‌شي کولای چې په خبره‌يې دوی په خپل منځ کې پوره همغږي نه‌لري.

له دې سره د ځوانانو په پارلمان کې د دغه ولایت غړي هم ورته څرګندونې لري.

نصیب‌الله وطنوال ازادي راډيو ته داسې وویل:

"تر څو چې په ارزګان ولایت کي پولیس ملي نه‌شي هېڅکله به افغان امنیتي ځواکونه پرمختګ ونه‌کړي، تاسې ګورئ په ارزګان ولایت کې پولیس ټول د انډیوالۍ په سیسټم دي."

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې دغه د «خنجر ۷» په نوم عملیات پنځه ورځې وړاندې پیل شوي او چارواکي ادعا کوي چي ګڼې سیمې يې نیولي، خو عملیات لاهم روان دي.

راپور:شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG