د ارزګان ځایي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د نن دوشنبې ورځې عملیات هم له بریاوو ډک وو.
په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان برید جنرال غلام
حضرت کاکړ نن دوشنبه ناوخته د عملیاتو په سیمه کې ازادي راډيو ته وویل چې
د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې تېره ورځ د "خنجر ۷" په نوم عملیات پیل کړي وو چې ننيې هم د یادو عملیاتو پر مهال ګڼې سیمې له وسلهوالو طالبانو تصفیه
کړي او ګڼ شمېر وسلهوالو طالبانو تهیې پهکې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته وخت کې د دغو سیمو ځايي اوسېدونکي هم ډېر خوښ دي او له دولته د خپلو سیمو د تل لپاره د امنیت غوښتنه کوي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریفالله شرافت په دې راپور کې: