د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

صدیقي: په ارزګان کې ګڼو وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې


چارواکي وایي، ارزګان کې د خنجر ۷ په نوم عملیاتو کې یې لسګونو وسله‎والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت‎الله صدیقي د عملیاتو په سیمه کې
ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات يي د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ په شمال او شمال ختیځه برخه کې نن د یکشنبې په ورځ سهار ۴ بجي پیل کړي چې په پایله کې یې لسګونه وسله‎والو طالبانو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې او ګڼې سیمې یې ترې نیولې دي.

نوموړی وايي چې عملیات لا هم روان دي.

وسله‎والو طالبانوتر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

په ورته وخت کې د یادو سیمو اوسېدونکي هم خوښ دي او د تل لپاره د یادو سیمو
د امنیت غوښتنه کوي.

په دې اړه نور حال د شریف‎الله شرافت لاندې راپور کې واورئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG