د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د ارزګان خلک وايي دولت دې د دوی او طالب ترمنځ توپير وکړي


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالیو یو شمېر خلکو له دولته غوښتنه وکړه چې د عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو سر او مال ته پاملرنه وکړي.

دوی داسې مهال له دولته دغه غوښتنه کوي چې له تېر یوه کال راهیسې په دغه ولایت کې افغان امنیتي ځواکونه او وسله‎وال طالبان د ترینکوټ ښار په څنډو کې او د ولسوالیو له مرکزونو سره نږدې له یو بل سر په سخته جګړه بوخت دي چې د مسؤلینو په خبره د یادې جګړې ډېری قربانیان ملکيان دي.

د جګړې دغه قربانیان ترینکوټ کې راغونډ شوي او له دولته‌يې غوښتنه وکړه چې نور دې ملکیان د سپر په توګه نه‌کاروي، د دوی او طالب ترمنځ دې توپير وکړي.

د جګړه ځپلو له ډلې یو ښایسته خان او فیض‌الله دي چې وايي:

"زما زامنو په چورې ولسوالۍ کې د بوټ جوړونې دوکان درلود چې الوتکه راغله او ورباندې بریدونه‌يې وکړل چې یو زوی مې شهید شوی او یو ټپي شو چې زما د زامنو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپيان شول."

"زما غوښتنه له دولته دا ده چې د عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي."

دغو خلکو له وسله‌والو طالبانو څخه هم غوښتنه وکړه چې د ملکيانو ژوند ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټی هم د یادو خلکو خبرې تائیدوي او وايي چې په دغه ولایت کې ځکه ملکيانو ته د عملیاتو پر مهال زیان اوړي چې وسله‎وال طالبان ملکي خلک د سپر په توګه کاروي او د جګړې پر مهال د هغوی په کورونو کې پټېږي.

ښاغلي خروټي خلکو ته ډاډ ورکړ چې دوی به هېڅ‎کله ملکیان په نښه نه‌کړي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټی
د ارزګان والي محمد نذیر خروټی

خروټي زیاته کړه:

"زه د ارزګان د دغو ملکي خلکو خبرې تائیدوم چې په دغه ولایت کې د روانې جګړې ډېری قربانیان دوی دي، تاسې وګورئ زموږ عملیات ولې دومره ورو روان دي ځکه چې ملکي خلک راڅخه زیانمن نه‎شي."

د یادونې وړ ده چې ارزګان ولایت د افغانستان یو له هغو ناامنه ولایتونو څخه دی چې په تېر یوه کال کې روانې جګړې د ځاني او مالي زیانونو تر څنګ خلک له زده‎کړې، روغتیايي او بیارغونې څخه بې‌برخې کړي دي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG