د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د ارزګان چارواکي: د ترینکوټ په ختیځه برخه کې عملیاتو ۴۵ طالبان وژلي


په ارزګان ولايت کې امنيتي چارواکي وايي د پوځي عملياتو په نتيجه کې ٤٥ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

په ارزګان ولایت کې افغان امنیتي مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ د جګړې په
لومړۍ کرښه کې ازادي راډيو وویل، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ختیځه برخه کې یې تېره ورځ د افغان ګډو ځواکونو له‌خوا هوايي او ځمکني عملیات ترسره کړي چې پر مهال‌یې ۴۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي او زیاتوي چې افغان سرتېرو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی.

دوی همدارنګه وايي، ګڼې سیمې یې هم له وسله‌والو طالبانو څخه تصیفه کړې دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

نور تفصیل د ازادي راډیو د خبریال شریف‌الله شرافت په دې راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:04 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG